ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو له حقونو سرغړونه یو عام کار ګرځولی دی

د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچرډ بېنټ.

واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه رپوټ هراړخیز خو "تباه کوونکی" بللی دی، چې هغه پکې ویلي، طالبانو په افغانستان کې په منظمه توګه د ښځو د حقونو سرغړونه عام کار ګرځولی دی.

د ایچ آر ډبلیو د اېشیا څانګې مشرې پېټریشا ګوسمن او څېړونکې فریشتې عباسي د مارچ پر دویمه پخپل ګډ رپوټ کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ریچرډ بېنټ پخپل هراړخیز رپوټ کې د ښځو خلاف د طالبانو د پراخو او سنګینو سرغړونو ذکر کړی دی.

ریچرډ بېنټ خپل دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته سپارلی دی چې پکې هغه په تېرو میاشتو کې افغانستان ته د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل دویم سفر په مهال د سترګو لیدلی حال او د طالبانو له چارواکو، خبریالانو، د مدني او ښځو د حقونو له فعالانو سره د خبرو په بنیاد معلومات شامل کړي دي.

ریچرډ بېنټ پر دې "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې چې وایي له افغانو ښځو او نجونو سره جنسي تېري او د جنسیت په بنیاد زیاتېدونکی تشدد په معافیت سره پېښېږي، خو اغېزمن کسان ډېر لږ له داسې پېښو د خلاسون لپاره د خلکو ملاتړ لري:

د ښاغلي بېنټ په رپوټ کې ویل شوي چې ده پخپل وروستي سفر کې د یوې پېغلې نجلۍ په اړه واوریدل چې "په رڼا ورځ د حاکمو چارواکو له خوا بې له کوم دلیله بېول شوې، زنابالجبر ورسره شوې او بېرته خپلې کورنۍ ته وروړل شوې وه".

وایي هغې نجلۍ وروسته ځان وژلی وو او د ده په وینا دا کېدای شي "د هغه داغ" له کبله وي چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوې ښځې او نجونې په ټولنه کې ورسره مخ وي.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت پر یوه مخکیني ویاند قاري سعید خوستي هم د الهې دلاورزۍ په نوم نجلۍ تور پورې کړی وو، چې په زور یې واده کړې او په جنسي توګه یې ځورولې وه، خو هغه دا تورونه رد کړي وو.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په خپل رپوټ کې لیکلي، "د دې پر ځای چې [د طالبانو] چارواکي د ښځو خلاف د توپیري چلند د ختمولو لپاره ګامونه واخلي، بلکې هغوی یې عاموي. ښاغلی بېنټ وایي په افغانستان کې ښځو ورته وویل:

"ورځ په ورځ حالات خرابېږي، موږ ځانونه خوندي نه محسوسوو او موږ داسې محسوسوو چې په هدف یو".

د بشري حقونو د څار اداره د د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر هغه خبره را اخیستې چې هغه پخپل رپوټ کې وایي د ښځو او نجونو له بنیادي بشري حقونو د توپیري چلند په بنیاد انکار "جنسیتي ځورونه" کېدای شي، چې وایي دا د انسانیت خلاف جرم دی.

ریچرډ بېنټ پخپل رپوټ کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان انځور وړاندې کړی چې وایي اوس "د نظر د توپیر لپاره ډېر لږ خو د اختلاف لپاره بېخي زغم پکې نه شته"، وایي خبریالان په زیاتېدونکې توګه له څار، ډار، تشدد او بند له سره مخ دي:

"په مجموعي توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه دا خطر زیاتوي چې هغوی په ټولنه کې له تشدد او ناوړه چلند سره مخامخ شي او دا به د دوی پر بدني او ذهني روغتیا ډېرې بدې اغېزې ولري".

ریچرډ بېنټ د خپل رپوټ په پیل کې د طالبانو له مختلفو وزیرانو سره د لیدو ذکر هم کړی او وایي هغوی ورته وویل چې د نجونو د ثانوي تعلیم بیرته پیلولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي، خو وایي په دسمبر کې د نجونو د پوهنتونونو بندول یې له دې خبرې سره په ټکر کې ده:

"طالبان دعوه کوي چې دا بندیزونه لنډمهاله دي او د نظریاتي خنډونو پر ځای لوجیسټکي چارې بهانه کوي، خو په حقیقت کې د ښځو په وړاندې نورې دروازې هم بندېږي او د بهانو دا لړۍ او د حقونو عملي انکار د دوی د 1990مو کلونو تصویر وړاندې کوي".

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر دې تفصیلي رپوټ ته لا څه رسمي جواب نه دی ویلی او دوی معمولاً د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه نړیوالو اندېښنو او رپوټونو ته جواب نه وایي، خو ویاندویان یې وخت په وخت رسنیو ته وایي چې د ښځو په ګډون یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.