شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه شوې

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې امنیتي چارواکو د وسله والو پرضد عملیاتو کړي چې پکې یې د تحریک طالبان پاکستان د څلورو وسله والو د وژلو او درېو ټپي کولو دعوه کړې ده.

تحریک طالبان پاکستان دا پېښې تايید کړي چې د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې یې ملګري وژل شوي دي خو په دغو نښتو کې یې امنیتي سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې هم کړي دي.

وي او اې ډیوه سره امنیتي سرچینو په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي امنیتي ځواکونو ته د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل مهجوري سیمه کې د پټو وسله والو خبرتیا تر لاسه شوې. چې دغلته پټ وسله وال د ناامنۍ منصوبه جوړوي.

د سرچینو ترمخه کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل وسله والو پرې ناتاره ډزې پېل کړې او د ډزو په تبادله کې د تحریک طالبان پاکستان دوه وسله وال وژل شوي دي.

سرچینو د وژل شوو کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې او نه یې د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د تاوان رسېدو په اړه مالومات ورکړي دي خو ویلي يې دي وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان وسله وال دي.

په شمالي وزیرستان کې په دې اوونۍ کې له دې وړاندې درې ځله د وسله والو پرضد د استخباراتي عملیاتو ویل شوي چې پکې د 14 وسله والو د وژل کېدو دعوې شوي دي.

د دې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ پرضد د پوليسو څانګې سي ټي ډي ویلي ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي او د ترهګرو سره نښته کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

د سي ټي ډي لخوا رسنیو ته په جاري کړل شوي بیان کې ویل شوي دا عملیات د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) نورو امنیتي ځواکونو سره په ګډه وروسته له هغې ترسره شوي چې پولیسو سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع ترلاسه کړه.

ویل شوي پولیسو ته اطلاع شوې وه چې دترهګرۍ بیلابیلو پېښو اؤ بمي چاودنو کې ککړ ترهګر د ډیره ټاون تاڼې په حد بهیګواني سیمه کې د برید پلان جوړوي.

د بيان ترمخه په دغه اطلاع چې کله د سي ټي ډي پولیس د نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځاي د عملیاتو لپاره سیمې ته ورسېدل نو ترهګرو پرې له بیلابیلو اړخونو ډزې شورو کړې .

پوليسو ويلي، په دغه مهال د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي اود هغوی د ولکي نه درنې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو د اختر منیر او عبدالعزیز افغاني په نومونو شوې ده او ویلي یې دي د وژل کسانو تړاو د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ګروپ سره دی.

پولیسو دعوه کړې ده چې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په پولیسو ترسره شوو بریدونو او یو شمیر بمي چاودنو کې ککړ وو او وایي دهغوی نه پولیسو ته ګڼ شمیر وسلې هم په لاس ورغلي دي.

تېره ورځ هم د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د استخبارتي عملیاتو کې د یو مهم وسله د وژلوو دعوه شوې وه.

تحریک طالبان پاکستان دا پېښې تايید کړې چې د امنيتي ځواکونو سره په نښته کې یې ملګري وژل شوي دي خو په دغو نښتو کې یې امنیتي سرتیرو ته دمرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت قبایلي ضلعو کې د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د وژنې دعوي کوي خو د دغو دعوو تصدیق د ازادو سرچینو نه ځکه نه شي کیدالی چې نه خو پوځ په دغو سیمو کې میډیا ته په ازادانه توګه د فعالیتونو اجازه ورکوي او نه هم د جګړې د بل لوري درک معلومیږي چې میډیا ترې دغه دعوې تاييد کړي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي او په دې بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تیره ورځ هم په لکي مروت او ټانک ضلعو کې د کور شمېرنې او سرشمېرنې د مامورینو په تحفظ ګمارل شويو پولیسو ترهګرو بيلا بيل بریدونه کړي چې پکې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

د دغه بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.