پېښور / واشنګټن ـــــ د يو شریک قامي نصاب پېل د عمران خان حکومت په کال 2021م کې کړی وو، په ړومبۍ مرحله کې د اول جماعت نه تر پینځم او بيا په دويمه مرحله کې د پینځم نه تر اتم جماعت پورې يو قامي نصاب د سیند صوبې نه پرته په پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان کې معرفي شوی دی.
د دستور ماهرين، تعليم پوهان او مدني ټولنې تر اوسه د يو قامي نصاب په منصوبه په مرکزي حکومت خپلې نيوکې دوامداره ساتلې دي.
د پښتونخوا ټيکسټ بک بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحيم مروت وي او اې ډيوه ته وایي، په ایين کې د اتلسم بدلون نه پس په خپلو جعرافيایي حدونو کې د زدکړو معيارات ټاکل او نصاب جوړول د ایين لاندې د صوبو اختيار دی:
"د فيډرېشن ساتلو په ځای دوی مضبوط مرکز ساتل غواړي او د مضبوط مرکز دپاره دوی هره هڅه کوي، دې دپاره دوی تعليم او خصوصاً نصاب کله هم د خپل لاس نه ویستل نه غواړي، اتلسم ترميم کې صفا صفا دا ټول سيزونه موجود دي چې دا هر څه صوبو ته منتقل شوي دي".
سیند صوبې تر اوسه د يو قامي نصاب خبره د وفاق سره نه ده منلې، څېړونکي وایي د سیند صوبې د انکار سره د نصاب حيثيت قامي نه پاتې کيږې او په څلورو کې تر اوسه درې صوبې يې مني.
ماهرين وایي دا په څرګنده ایيني سرغړونه او د صوبو د اختيار تروړلو په حقله د يو بل سره د لاس او ګرېوان عمران خان او شهباز شريف مرکزي حکومتونه هيڅ ډول اخلاف نه لري.
د تعليم د چارو پوه پروفېسر فيض الله جان وایي، دا څرګندوي چې د يو قامي نصاب خبره نه د عمران خان ده او نه د شهباز شريف بلکې "د دې تر شا نور قوتونه" دي. پروفېسر فیض الله جان وي او اې ډیوه ته وویل:
"که د شهباز شريف حکومت هم دا کار کوي نو د دې مطلب دا دی چې دا پاليسي د حکومتونو نه ده دا پاليسي د پاکستانې اسټېبلشمنټ ده، خبره داسې ده چې په اتلسم ایيني بدلون کې دا خبره په واضح توګه شوې ده چې تعليم اوس د صوبو په اختيار کې دی، د هغې مطلب دا دی چې هره صوبه به د خپلو سکولونو کالجونو دپاره خپل نصاب جوړوي".
وتلي سياستوال فرحت الله بابر د مرکزي حکومت د تعليم د وزارت له خوا د وړانديزونو غوښتلو په حقله په ټويټر لیکلي چې نصاب يواځې د صوبو اختيار دی او "د قامي ټکي" لاندې د پاکستان حکومت د يو يونټ پخوانۍ تجربه بيا ازمایي.
Ads by Fed Edu Ministry today inviting suggestions for “National” curriculum in schools. Curriculum is provincial subject. Fed Govt has nothing to do with it. Pakistan a federation, don’t impose ‘One Unit’ in garb of “national”. Sindh already rejected single curriculum
— Farhatullah Babar (@FarhatullahB) March 12, 2023
په کال 2021م کې د "يو قامي نصاب" د پيل په وخت د هغه وخت وزيراعظم عمران خان ويلي وو، چې د يو قام جوړولو دپاره د ټولو خلکو مساوي او يو شان زدکړې ضروري دي او د تعليم د طبقاتي نظام د ختمون دپاره ډېر مهم دي.
خو څېړونکې وایي د يو شریک نصابِ تعليم سره د حکومت د ټاکل شوو اهدافو خبره بې ځايه ځکه ده چې دا وخت په هېواد کې د حکومت د خپلو شمېرو ترمخه د 22 میلينه نه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي.
وایي دغه ماشومان سکولونو ته راوستل او له دې سره سره د جينکو د تعليم پرېښودلو چلن ختمول، سکولونه زياتول او په شته سکولونو کې سهوليات ورکول او د تعليم په لاره کې موجود تر ټولو لوی خنډ غربت ختمول پکار وه چې د نصاب نه وړاندې د حکومت په ترجيحاتو کې راشي.
څېړونکي دا هم وایي چې د يو قامي نصاب سره د مور پلار خپل ماشوم د خپلې خوښې د تعليم ورکولو حق هم د منځه ځي ځکه چې وایي دا حق د مدني او سياسي حقونو د نړوال کنونشن اتلسمه ماده د نړۍ ټولو والدينو ته ورکوي.