جنوبي وزيرستان: په يوه اوونۍ کې دويمه ماین چاودنه شوې بل تنکی ماشوم پکې ژوبل شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې يو بل ماشوم د ځمکني ماين چاودنه کې ژوبل شوی او درملنې د پاره ډېره اسماعیل خان کې روغتون ته وړل شوی دی.

د سيمې نه پوليسو دا پېښه تاييد کړه او وویل دا پېښه پرون د جمعې په مازیګر د بیرمل تحصیل په رغزی سیمه کې شوې ده. د رغزي پولیس تاڼې چارواکي وایي چاودنه کې جنت ګل نومې ماشوم ټپي شوی دی. د پولیسو په وینا ماشوم ته د لوبو شی په لاس ورغلی او پرې چاودلي یې دي.

د واڼه روغتون چارواکي وایي ماشوم یو لاس پرې شوی او تن یې زخمونه راغلي دي. د روغتون چارواکو په وینا د نور علاج د پاره ډېره اسماعیل خان سیمه کې روغتون ته انتقال کړو.

د ډیره اسماعیل خان روغتون چارواکي وایي تر عملیاتو ورسته د ماشوم د روغتیا حالت ښه دی خو روغتون کې به نور څه وخت پاتې وي.

دې پېښې په اړه د پي ټي ایم مشر منظور پشتین په ټیوټر لیکلي،

"د جنوبي وزيرستان واڼه رغزی سيمه کښې د بارودي ماین د چاودنې له وجې جنت ګل سخت ژوبل شوی او يو لاس یې پرې شوی دی. تر دې وړاندې هم په سلګونو داسې پېښې شوي او نورې به هم دوام ولري ځکه هغه ماینونه چې د عملیاتو پر مهال د خلکو د ایستلو په موخه پلورل شوي اوس هم د استوګنې په سیمو کې پراته دي".

د اتوار په ورځ ورسره په پوله بله قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې يو لس کلن ماشوم ژوبل شوی وو .

ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي خو د ماینونو پاکولو د پاره څوک ګامونه نه اخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د پي تي ایم د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په بر جنوبي وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 330 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تاید شوې

د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د تېر کال په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.