واشنګټن – په افغانستان کې د طالبانو لخوا د قلم لار تنظیم د مخکښ مطیع الله ویسا تر نیول کېدو وروسته د هغه ورور ویلي چې طالبانو یې دوه نور ورونه نیولي، تر پرون راهیسې یې کور کلابند دی او ان د دوی مور او کورنۍ ته یې ښکنځل کړي.
ښاغلي ویسا په خپلې ټویټر پاڼه باندې په دې اړه خپرې کړې یوې تازه ویډیو کې ویلي، چې طالبان کوښښ کوي چې دی هم ونیسي خو دی دا مهال په یو خوندي ځای کې دی.
هغه ویلي، دا پرې د خپلو هېوادوالو زده کړې یې پرې حق دی او دی به په هیڅ قیمت له خپل دغه دریځ او کار څخه ونه ګرځي حتی که د ده د ژوند په بیه هم تمامه شي.
د پرون راهیسي زما د وروڼو او کورنۍ سره داسي ظلم روان دی زموږ اسناد یې یوړل زموږ کور تلاش کړو زما د نورو وروڼو مبایلونه یې هم په زور وړې دې#ReleaseMatiullahWesaSoon #SafeMyFamily@SR_Afghanistan @UN @TheGardianNews pic.twitter.com/mMLaLbsnNe
— Attaullah wesa عطاالله ويسا (@Atta_wesa) March 28, 2023
د عطا الله ویسا ورور مطیع الله ویسا چې پرون طالبانو له ځانه سره وړی تر اوسه یې هېڅ درک نشته.
ملګروملتونو او اروپايي ټولنې د طالبانو لخوا د جونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا نیول غندلي او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما هم له طالبانو څخه د هغه د ځای او درک په اړه د سپیناوي غوښتنه کړې.
یوناما په یو ټویټ کې ویلي، "د قلم لار تنظیم مشر او د جونو د تعلیم لپاره یو فعال مطیع الله ویسا د ګل په ورځ په کابل کې نیول شوی. یوناما له طالب چارواکو څخه غواړي چې د هغه ځای ځایګوټی او د هغه د نیولو دلایل دې روښانه کړي او حقوقي لارو او کورنۍ ته یې د هغه لاس رسی باوري کړي."
Matiullah Wesa, head of @PenPath1 and advocate for girls’ education, was arrested in #Kabul Monday. UNAMA calls on the de facto authorities to clarify his whereabouts, the reasons for his arrest and to ensure his access to legal representation and contact with family. pic.twitter.com/D6N1mjWxLv
— UNAMA News (@UNAMAnews) March 28, 2023
د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور پشتین او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د ښاغلي ویسا نیول غندلي دي. ښاغلي پشتین د ویسا له نیول کېدو سره سم د مارچ په ۲۷ نېټه په یو ټویټ کې لیکلي:
"طالبانو نن په کابل کې د زده کړو یو فعال مطیع الله ویسا نیولی دی. یوه اونۍ مخکې یې د بشري حقونو یو فعال نوریال کلیوال نیولی و چې تر اوسه هم په هلمند کې بندي دی. دغه ډول ظالمانه نیونې باید ودرول شي.
Taliban earlier today arrested Matiullah Wesa education activist in Kabul.A week ago Human Rights activist Noorayel Kaliwal was arrested and still in detention in Helmand. Such arbitrary detentions must stop.#ReleaseMatiullahWesa #ReleaseNoorayelKaliwal
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) March 27, 2023
د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا امریکا غږ ته ویلي، چې ورور یې تېره ورځ د کابل په خوشحال خان کې هغه مهال ونیول شو کله چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلی و.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي تاماس نېکلاسن هم په یو ټویټ کې ویلي، چې دی د ویسا په نیول کېدو باندې په ژوره توګه خواشینی دی.
نېکلاسن په یو ټویټ کې ویلي، "ښاغلي ویسا د ۲۰۰۹ کال راهیسې د سیمیزو ټولنو سره له نېږدې تعلیم ته د افغان هلکانو او جونو د رسېدو لپاره کار کوي."
I am deeply troubled by the arrest of @PenPath1 @matiullahwesa by Taliban df authorities. Mr Wesa has been advocating for access to education for Afghan boys and girls throughout the country since 2009, in dialogue with local communities. #ReleaseMatiullahWesa
— Tomas Niklasson (@tomas_niklasson) March 28, 2023
د طالبانو حکومت په رسمي توګه تر اوسه پورې د ښاغلي ویسا د نیولو په اړه سپیناوی نه دی ورکړی خو د تېر کال راهیسې یې جونې په منځنیو ښونځیو کې له زده کړو څخه منع کړي دي او له دې سره افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې د جونو په تعلیم پکې بندیز لګېدلی.