په کراچۍ کې د سيند ايالتي اسمبلۍ مخې ته د هندو مذهب پلویانو په سيند صوبه کې د هندو اقليت د ښځو د تښتولو، په جبري توګه د مذهب بدلولو او په زور سره د هغوی واده کولو خلاف لاريون کړی.
لاریون کونکو په زور د مذهب بدلولو او د نابالغه هندو نجونو د تښتولو پرضد د قانون جوړولو غوښتنه کړې.
نور حال د ډيوې د خبريال ذوالفقار بېټني په راپور کې.