د کراچۍ په فرېر هال پارک کې راغونډ شوي د موسمي بدلون په سلګونو فعالينو لاريون کړی او د موسمي بدلون د بدو اغيزو د مخنيوي په اړه يې د سمدستي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده. نور حال د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټني په رپورټ کې وړاندې کوي
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان ګډوالو کېمپ کې يواځينی جوړ ښوونځی يا سکول په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د مالي ستونزو ښکار شوی او بندېدو د خطر سره مخ دی. د ښوونځي چلونکي وايي مالي مرستو ته اړتيا لري.
پرون په کراچۍ کې د بلوڅ يووالي کمېټۍ د جبري بې درکه بلوڅانو لپاره احتجاج کاوه، خو پوليسو هغوی د پريس کلب له مخې پر شا کړي او احتجاج ته یې نه دي پرېيښي. پولیس وایي احتجاج کوونکو د احتجاج اجازت نه وو اخیستی. تفصیل د ذوالفقار بېټني په رپوټ کې:
بلوڅ يکجهتي کميټۍ دعوه کړې، په کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو نيولو لړۍ پيل شوې او يواځې د اکتوبر په 16 مه نېټه په کراچۍ کې تر نهو پورې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي بې درکه کړي دي.
د کراچۍ چارواکو له نړیوال هوايي ميدانه بهر د چينايانو په قافله وروستی بريد په ګاډي کې د ځای پر ځای شوو بارودي موادو او ځانمرګي بريد په بڼه تايید کړی. درې ورځې وړاندې د دغه بريد زمه واري بي ایل اې منلې وه. نور حال د ذوالفقار بېټني په رپورټ کې:
کراچۍ کې د نرسنګ کالج زده کونکو احتجاجي مظاهره کړې او وايي د کالج انتظاميه يې په بېلابېل ډول ځوروي او زدکړو ته يې نه پرېږدي. د کالج انتظاميې په دې اړه څه نه دي ويلي خو د سیند صوبې د صحت وزيرې ويلي ځينې زده کوونکي يې د کالج نه ويستلي چې په جعلي اسنادو داخل شوي وو. نور حال ذوالفقار بېټنی وړانډې کوي:
د کراچۍ بازارونه دا وخت چینایي توليداتو نيولي او اخیستونکي هم د ځايي جوړ څيزونو په پرتله چينايي توليدات خوښوي. اقتصاد پوهان وايي دغه رجحان د پاکستان اقتصاد ته کومه وده نه ورکوي. نور حال د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټني په رپورټ کې:
د کراچۍ موټر ګاډو شورمونو مالکان وايي لوړو ټيکسونو او ګرانۍ د دوی کاروبار ډېر اغېزمن کړی. په بازار کې موټر ګاډي شته خو ګاهکان د نشت په برابر دي. نور حال د ذوالفقار بېټني په رپورټ کې:
کراچۍ کې په پوليس مقابله کې د وژل شوي عاطف خان کورنۍ احتجاج کړی، دی تور پورې کړی چې پوليس د کورنۍ په مدعيت کې مقدمه نه درج کوي، خو پوليسو څه مونده وړاندې ويلي وو په دغه پېښه کې د ککړ پوليس اهلکارو په ضد يې مقدمه درج کړې او د هغو په ضد یې کاروایي پيل کړې ده. نور حال ذوالفقار بېټنی وړانډې کوي:
د پاکستان حکومتي چارواکو د کراچۍ د احتجاج په اړه څه دریځ نه دی څرګند کړی خو سرکاري مامورین وايي د پاکستان ایین اقلیتونو ته د ازادۍ او د تحفظ ضمانت ورکوي او په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه په امن کې ژوند کوي
د کراچۍ پريس کلب کې د بې درکه شوي ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سمي دين بلوڅ يوې خبري غونډې ته ويلي چې د پلار د ورکېدو يې 15 کاله پوره شوي خو لا هم تمه لري چې پلار به يوه ورځ بيا خپل کور ته راځي. په دغه اړه نور تفصيل د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټنی په رپورټ کې وړاندې کوي:
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د کال 2023م په رپورټ کې ویلي چې په سیند او کراچۍ کې جرمونه زیات شوي د بشري حقونو کمېشن په سند صوبه کې د افغان کډوالو په ځورولو او نیولو، او د کچې په سیمه کې د غلو لخوا د خلکو تاوان دپارہ تښتولو باندې اندېښنه څرگندہ کړې دہ.
د کراچۍ د وفاقي اردو پوهنتون زده کونکو د ملاکنډ پوهنتون د مړ شوي زده کونکي موسی خان په حق کې لاریون کړی دوی همدارنګه د خپل پوهنتون د انتظامیې پرضد هم احتجاج کړی. تفصیل د ذولفقار بېټني په راپور کې.
نور کتل