په کراچۍ کې د افغان طالبانو کونسلر عبدالجبار تخاري وايي، پاکستان د سياسي مسلې زور د افغان کډوالو ماشومانو او ښځو نه وباسي چې په زور يې بيرته افغانستان ته لېږي
د بلوڅ زده کونکو ايکشن کميټۍ غړو او د لادرکه شوو بلوڅانو کورنيو د 2021 کال په نومبر کې د بلوچستان پوهنتون لادرکه شويو دوو زده کونکو دپاره احتجاجي مظاهره کړې احتجاج کونکو دعوه کوله چې ګني رياست غواړي د بلوڅ زده کونکو سياسي فکر او بيداري د ويرې ښکار کړي.
د کراچۍ په کیماړې ضلعه کې له ۵۰ راوستل شویو کسانو څخه زیاتره یې وايي، چې د پاکستان شناختي کارډونه هم لري خو نیول شوي دي د کيماړۍ ضلعې چارواکو وي او اې ډيوه ته وویل افغان وګړي يې نيولي او په دې اړه به کره معلومات کوي. نور حال ذوالفقار بېټنی وړاندې کوي
په کراچۍ کې د عورت مارچ په ګډون د مدني ټولنې غړو د پاکستان د نګران حکومت له خوا د افغان کډوالو د ويستلو پريکړې پر ضد احتجاجي مظاهره کړې. احتجاج کونکو د حکومت دغه پريکړه غير انساني وبلله او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې دغه عمل وځنډوي. نور حال د ډيوه خبريال ذوالفقار بيټنی په رپورټ کې
د پښتونخوا ملي عوامي پارټي وايي د سيند صوبې غړو يې په کراچۍ کې د پښتنو او افغانانو پر ضد د عملياتو خلاف د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې احتجاج کوونکي وايي د دې عملیاتو په پایله کې د پاکستان رياست د خلکو په زړونو کې یوازې د ځان لپاره کرکه پیدا کړې.
د پشتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ وياند رويدالله مسيد وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د اکتوبر په پينځمه نورالله ترين د کراچۍ پوليسو د شپې ناوخته د کور نه پورته کړی او تر څلورو ورځو پورې پوليسو نه منله چې له دوی سره دی.
په کراچۍ کې په ګڼ شمير مېشتو افغان کډوالو د نيول کيدو له وېرې بيرته افغانستان ته ستنيدل پيل کړي افغان کډوال وايي، په لنډ وخت کې د هغوی کورونه او کاروبارونه نه خرڅيږي او د لارې مصرفونه هم نه لري.
په کراچۍ کې د بې کوره افغانانو د نيولو لړۍ لا نه ده درېدلې
په کراچۍ کې د تېرو درېو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نيولو لړې تيزه شوي کډوال تور لګوي چې پوليس هغه افغانان هم نيسي چې قانوني اسناد لري او ترينه د روپو غوښتنه کوي. پوليس دغه تورونه ردوي او وايي چې يوازې هغه افغانان نيسي چې ورسره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه وي.
د کراچۍ په تين تلوار د هندو او نورو لږکيو سره تعلق لرونکو او مدني فعالو د سيند صوبې په کندکوټ سیمه کې د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاج کړی او سړک یې بند کړی وو. وروسته بيا د کورنیو چارو نګران وزير ویلي، دوه تښتول شوي هندوان راخوشي کړی شوي او نور به هم خوشي کړي.
پښتون ژغورنې غورځنګ: علي وزير او د تحريک نور غړي ازاد کړئ، په کورونو غير قانوني چاپې وهل بند کړئ د ستمبر په لومړۍ نيټه د کراچۍ پشتون ژغورنې غورځنګ غړو د ښار په ايمپريس مارکيټ کې د بندي علي وزير او د پي ټي ايم د نورو غړو د نيولو په ضد احتجاجي مظاهره کړې.
په کراچۍ کې د بې درکه شوو کسانو کورنيو سره د پاکستان بشري حقونو کميشن غړو او مدني فعالينو احتجاجي لاريون او مظاهره کړې د بې درکه کسانو کورنې وايي، رياست ته مور ويل کيږي خو له دوي سره د دوښمن په ډول چلند کوي. تفصیل د ذوالفقار بيټنې په رپورټ کې.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت په کراچۍ کې کونسلګرۍ ويلي، د سيند صوبې له زندانونو نور 75 نور بندي افغانان خوشي کړل شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
د لږکيو ډلو په قامي ورځ د دوی مشران وايي نه مو څوک قامي حق مني او نه اييني حقونه راکوي په کراچۍ کې د اګست په 11مه نيټه د لږکيو ډلو په قامي ورځ د اقليتونو حقونو دپاره لاريون شوی چې پکې کڼ شمير خلکو پکې ګډون کړی.
په کراچۍ کې د رکشو او د ټيکسيانو ډريورانو د ګاډو چلولو د پاره د ګيس سلينډر په کارولو د بنديز خلاف احتجاجي مظاهره کړې. ډريوران وايي، دوي که سلينډر استمعال نه کړي نو د تيلو لوړو نرخونو له کبله ورته ورځنۍ مزدوري نه پاتې کيږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېند صوبې له پولیسو سره د سلطان محمد په نامه د باجوړ د یو کس د مړینې پرضد لاریون کړی. دوی ویل چې سلطان محمد د سیند ضلعې خیرپور پولیسو سره په بند کې د جولای په ۱۸ نېټه د پولیسو د زیات تشدد له امله مړ شوی دی. خو پولیسو ډیوې ته ویلي، چې د هغه مړینه قدرتي وه.
له نړيوالې مالياتي ادارې اي ايم ايف سره له تړون ورسته د پاکستان د ونډو بازار ډير په تيزې سره بره ختلې وو خو کارپوهان وايي، د مجموعي د 5000 نه زياتو پوينټونه لوړيدو وروسته د ونډو بازار په ځای درېدلی.
د لادرکه بلوڅانو کورنيو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کراچۍ پريس کلب پر لور لاريون کړی او هتله يې احتجاجي غونډه کړې. بلوڅ احتجاج کونکي وايي، د دوي بې درکه خپلوان دې راخوشي کړل شي او نور دې پرې جبر او ظلم ودرول شي. تفصیل د ذوالفقار بيټنی په رپورټ کې
نور کتل