پاکستان
ایچ ار سي پي په کراچې کې د بشري حقونو کميشن غړو او فعالانو پر ضد د بغاوت مقدمې درج کولو غندنه کړې
کراچۍ کې د نهې / سه شنبې په ورځ په بلوچستان کې د جبري بې درکه کيو پر ضد په اسلام اباد کې د بلوڅ احتجاج کوونکو سره يووالي د څرګندولو دپاره شوي لاريون او مظاهرو وروسته پوليسو په مظاهره چيانو مقدمه درج کړې ده۔
د بشري حقونو کميشن د سيند صوبې مرستيال مشر قاضي خضر د نهي,سه شنبې, په ورځ وي او اې ډيوه ته ويلي چې په ياده مقدمه کې نومول شوي کسانو کې درې کسان د بشري حقونو کميشن عمومي غړي دي او په مقدمه کې نومول سعيد بلوڅ د ايچ ار سي پي کونسل دريو کالو دپاره ټاکل شوي غړی دی۔
قاضي خضر زیاته کړه د نهې په ورځ عدالت په مقدمه کې د نومول شوي کسانو د دسمبر 29 پورې د نيول کيدو مخکې ضمانتونه منظور کړي۔
د کراچۍ ارټلري ميدان تهاڼه کې درج شوې مقدمې (چې د دسمبر په 25مه ښکاره کړې شوې وه) له مخې سعيد بلوڅ ,عبدالوهاب بلوڅ,الهي بخش او ناصر منصور په ګډون 240 نه تر 260 کسانو احتجاج کولو او نومول شوي کسانو د پاکستان رياستي ادارو پر ضد نفرت خپورولو نعرې وهلې او د رياست خلاف د خلکو پارولو هڅې کولې۔
د پاکستان بشري حقونو کميشن د بشري حقونو فعالينو په شمول د کميشن غړو پر ضد درج شوې مقدمې غندنه کړې۔
د پاکستان بشري حقونو کميشن پر خپل ايکس (پخوانی ټویټر) ليکلي دي:
" ایچ ار سي پي بشمول د ایچ ار سي پي د کونسل غړي سعید بلوچ په ګډون د بشري حقونو مختلفو مبارزینو پرضد د ایف ای ار درج کولو غندنه کوي. کوم چې په پرامنه ډول په ۲۳ ډسمبر د لاریون لپاره جمع شوي وو. او خپل بنیادي حق کارونکو پرامنه احتجاج کوونکو پرضد د مجرمانه تورونو سره نښه کول بلا جوازه عمل دی. د ایچ ار سي پي غوښتنه ده چې دغه ایف ای ار دې منسوخ کړل شي او ریاست دې خپل خلکو پرضد د دغه ډول حربو څخه ډډه وکړي."
د ډسمبر په 23 مه نيټه د کراچۍ پريس کلب مخې ته اسلام اباد کې روان د بې درکه شوو بلوڅانو کورنيو لاریون باندې شوي تشدد او نيولو پر ضد احتجاجي مظاهرې او لاريون شوې وو۔
بلخوا د بلوڅ يووالي کونسل کراچۍ مرستيال مشر او ايچ ار سي پي ممبر لالا عبدالوهاب بلوڅ په دوی شوې مقدمې په اړه وي او اې ډيوه ته وويل رياست غواړي بلوڅانو کې خوف پيدا کړي او پرامنه مبارزې نه يې ودروي.
دا په داسې حال کې چې د بلوچستان د تربت ښار کې د ېو بلوچ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې پس احتجاجي لارېون پيل شوي وو او د شورو/ چارشنبې په ماسخوتن دغه لاريون پایه تحت اسلام آباد ته رسیدلې وو۔
په اسلام اباد کې موجود بلوڅ زده کوونکي او فعالان هم په دغه لاریون کې ورګډ شوي وؤ.
په اسلام اباد کې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له ډنډو او اوبو څخه کار واخیست ترڅو د ښار لوړ امنیتي "ریډ زون" ته د لاریون د برخه والو د تګ مخه ونیسي.
اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ مظاهره چيانو د نيولو په ضد د درخواست د اورېدنې په مهال پوليسو ته امر کړی ؤ چې باید په سمدستي توګه ټول نيول شوي ښځې او ماشومان خوشې کړي.
پولیسو د لاریون یو شمېر برخه وال نیولي چې په دې ګرد هېواد کې احتجاجونه اؤ نیوکې شوي اؤ بشري حقونونو سازمانونو اؤ مدني ټولنې د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې نیول شوي فعالان باید سمدستي خوشې کړي اؤ د هغوي غږ ته دې غوږ ونیول شي.
د پاکستان د بشري حقوننو کمیشن وایي په دې خبره حیران شوی دی چې ریاست په پرامنه ښځو،ماشومانو اؤ مشرانو بلاجوازه طاقت کارولی اؤ د هغوي د قابو کولو هڅه یې کړې ده.
د زیارت په ورځ ایچ ارسي پي خپل بیان کې ویلي "په پرامنه اجتماع اؤ د رایې څرګندولو د اییني حق استعمالوونکو بلوڅ وګړو سره د ا چلند د بخښنې وړ نه دی"
پاکستاني میډیا باندې د بلوڅو روان احتجاج اؤ ددغه احتجاج کوونکو سره د پولیسو لخوا شوی چلند په واضحه توګه نه دی ښودل شوی خو په ټولنیزو رسنیو بیا دې احتجاج د نړۍ په کچه د خلکو پام ځانته راګرځولی دی.
اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په مشرې کې سلګونو بلوڅان ښځې او ماشومانو دا وخت د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پرلت ته ناست دي او وايي د خپلو غوښتنو د منلو پورې به پرلت وهي۔
بلخوا پاکستان مرکزي نګران حکومت پرلت ته ناست بلوڅانو سره د مذاکراتو دپاره کميټي هم جوړه کړې او وايي بلوڅ احتجاج کونکو سره خبرې يې روانې دي۔
See all News Updates of the Day
د نهم مې پېښو کې د څلورو افغانانو په ګډون 10 مجرمانو ته د شپږ کاله بند سزاګانې اورول شوې
اسلام اباد کې د ترهګرۍ د مخنیوي عدالت د تېر 2023م کال د نهم مې د پېښو په ضد وړومبۍ مقدمه کې 10 مجرمانو ته په مجموعي ډول د 6، 6 کالو د بند اؤ جرمانې سزاګانې اورولي دي.
پاکستاني مطبوعات وایي چې عدالت د نهم مې په پېښو کې په لاس لرنه د شپږو تورنو مجرمانو د نیونې وارنټونه هم جاري کړي دي.
د ډان نیوز د رپورټ له مخې کومو کسانو ته چې سزاګانې اورول شوي هغې کې عابد محمود، احسن ایاز، شوکت مطیع الله، د باجوړ نعیم الله اؤ ذاکر الله شامل دي.
د سزا سره مخ شوؤ دې مجرمانو کې د څلورو کسانو تعلق د افغانستان سره ښودل شوی چې نومونه یې د داود خان ولد حاجو خان، یونس خان ولد خان محمد، احسان الله ولد ضیاء الحق اؤ لال اغا ولد خان محمد په توګه مخې ته راغلي.
د سرچینو په وینا د نهم مې د پېښو په اړوند د 17 کسانو په ضد مقدمې په 10 مې د اسلام اباد په آي 9 تاڼه کې درج کړل شوې چې د هغوي له جملې څخه یو تن له پلټنو وروسته خوشې کړل شوی ؤ، شپږ لا پټ دي اؤ 10 نورو ته سزاګانې اورول شوي دي.
په نهم مې کال 2023م کې پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ له ساحې د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی ؤ چې له هغې وروسته تحریک انصاف ګوند د عمران خان د ګرفتارۍ په ضد ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ.
د دغو احتجاجو په مهال لاهور کې د کور کمانډر کور، د مسلم لیګ نواز ګوند دفتر اؤ ګڼې پوځي اؤ دولتي ودانۍ سوځول شوې وې اؤ په پېښور کې د ریډیو پاکستان ودانۍ ته هم اور لګول شوی ؤ.
ددې تر څنګ پاریدلي مظاهرین پېنډۍ کې د پاکستاني پوځ په مرکز یا جي ایچ کیو هم ورختلي وؤ اؤ د جي ایچ کیو مرکزي دروازه یې ماته کړې وه.
د دغو احتجاجونو په مهال شوؤ نښتو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي 290 نور ژوبل شوي وؤ.
د نهم مې له پېښو وروسته قانون پر ځای کوونکو ګرد هیواد کې د تحریک انصاف د مشرانو اؤ کارکنانو په ضد عملیات کړي اؤ نزدې 1900 کسان یې ګرفتار کړي وؤ .
پولیسو د تحریک انصاف د مشر عمران خان اؤ ګڼو نورو مشرانو په ضد هم د نهم مې د پېښو مقدمې درج کړل کړې وې خو عمران خان دریځ لري چې هغه یا د هغه د ګوند نور مشران اؤ فعالان د نهم مې پېښو کې لاس نه لري.
عمران خان تور لګوي چې د نهم مې پېښې د هغه د ګوند په ضد د یو سازش له مخې پلان کړل شوې وې خو حکومت اؤ پوځ وخت په وخت ویلي چې د نهم مې په پېښو کې به د لاس لرونکو سره هیڅ نرمي نه کیږي
کورمه کې فرقه ییزې نښتې پیل شوې، بګن کې وتلي لښکر د خلکو کورونه او دوکانونه سوځولي
د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه کورمه کې د مسافرو په ګاډو د وسله والو بریدونو کې د 44 کسانو له وژل کېدو وروسته په دغه سیمه کې فرقه ییز تاوتریخوالی زیات شوی اؤ تېره شپه د کورمې په بیلابیلو سیمو کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ نښتې هم شوې دي.
د سیمې نه رارسېدلي تازه اطلاعات وایي د وړمې ورځې له خونړۍ پېښې وروسته د جمعې په ورځ د وژل شوؤ کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي اؤ تر هغې وروسته بیا په سیمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ حالات خراب شوي دي.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي، د جمعې پر ماښام له علیزئ سیمې یو وتلي لښکر ځاي پر ځاي د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته اورونه اچولي په کوزه کورمه کې د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ سختې نښتې شوې دي.
په علیزۍ سیمه کې زیاتره د شیعه مسلک وګړي اوسیږي. سرچینې وایي چې په دې نښتو کې دواړو خواوو په یو بل د درنو وسلو ډزې هم کړي .
په سوشل میډیا د دې نښتو په اړه بیلابیلې دعوې مخې ته راغلې دي اؤ ځېنو ټولنیزو فعالانو په تازه نښتو کې د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو دعوې هم کړې دي خو سیمه ییزې انتظامیې یا پولیسو ددې دعوؤ پخلی نه دی کړی.
تر دې وړاندې د زیارت- پنجشنبې په ورځ کورمه کې د مسافرو په ګاډو نامعلومه وسله والو ډزې کړې وې چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې 44 کسان پکې وژل شوي اؤ 39 نور ژوبل شوي وؤ. په وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کې اکثریت د شیعه مسلک د وګړو ؤ.
په سوشل میډیا خورو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې د جمعې په ماښام یو شمیر کسان وسلو په لاس د کورمې د بګن په بازار کې ګرځي ، خلک منډې وهي اؤ ځاي پځاي اورونه بل دي .
د کورمې مرستیال کمشنر جاوېد مسید برتانوي خبري شبکې بي بي سي ته ویلي چې د سیمې نه وتلي لښکر په بګن سیمه کې ګڼ شمیر کورونو اؤ بازار کې یو شمیر دوکانونو اؤ پټرول پمپونو ته اور ورته کړی دی.
امنیتي سرچېنې وایي په بګن بازار کې د طوري قبایلي لښکر اؤ ځایي قبایلو تر منځ نښتې شوي خو په مقبل اؤ کنج علیزئ اؤ د صدې په ښار کلي اؤ بالشخیلو کې د سنیانو اؤ شیعه ګانو تر منځ نښتې شوي .
د سیمې نه یوې سرچینې ډيوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دې نښتو کې تر 15ؤ پورې کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي خو د یادې سرچینې د دعوې تر اوسه هیڅ پخلی نه دی شوی.
د پاړا چنار ځایي خبریال محمد علي طوري امریکا غږ ته ویلي په سیمه کې د دریوؤ ورځو ویر یا ماتم اعلان کړل شوی ، ټول کاروباري مرکزونه اؤ سکولونه تړل شوي دي.
هغه وایي چې په دې پېښې خلک په ویره اخته او غصه اخته کړي ، د ښار مرکزي سړک د ټریفک په مخ تړل شوی اؤ د انټرنیټ اؤ موبایل فون سګنلې هم تړل شوې دي.
په قبایلي ضلعه کورمه کې د اوږدې مودې راهسې په روانو فرقه ییزه نښتو اؤ فرقه ییزه تشدد کې په سوونو کسان وژل شوي دي.
تېره میاشت هم د دې سیمې د کنج علیزئ په مقام د مسافرو په یو ګاډي شوي برید کې تر10ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې په دې سیمه کې د ځمکمې په شخړه پېل شوې نښتې په فرقه ییزه نښتو بدلې شوې وې چې پکې تر 40 ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 150 نور ژوبل شوي وؤ.
سږکال د اګست میاشت کې د فرقه ییزه نښتو له امله د بره اؤ کوزې کورمې تر منځ غځېدلې لویه لاره د هر رقم ټریفک لپاره تړل شوې وه ، د پولیسو د وینا له مخې د سیمه ییزې جرګې په هڅو دغه سړک تېره اونۍ یو ځل بیا پرانستل شوی ؤ اؤ د قافلو په شکل پرې ګاډو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې وه.
په قبایلي چارو نظر لرونکي کار پوهان د کورمې پېښه د فرقه ییزه فساداتو نه زیاته د ځکمې شخړه ګرځوي.
پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وایي د کوهاټ نه واخله تر پاړا چنار پورې ټوله سیمه کې سنیان اؤ شیعه ګان اوسیږي اؤ دوي په یو بل تکیه یا انحصار لري.
د هغه په وینا په کال 2018م کې په ایین کې د ترمیم کولو له لارې پخوانۍ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې خو دغلته د لسیزو راهسې روانو د ځکمو شخړو ته هیچا پام ونه ګرځولو.
امریکا غږ سره خبرو کې هغه اندېښنه وښودله چې راتلونکو ورځو کې د ځمکو شخړو کې د افرادو پځای لویې لویې قبېلې یو بل ته راپورته کیدای شي.
د خېبر پښتونخو د کورمې ضلعې پوله د دریوؤ لوریو څخه د افغانستان سره لګېدلې یوه پوله یې د پاکستان سره پیوست ده .
اېچ ار سي پي: په بلوچستان کې کړکېچ سیاسي مسله ده پوځي طاقت به يې حل نه کړي
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو پرضد د عملیاتو پېلولو په حکومتي اعلان ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چي په هغه صوبه کې دې امنيت د خبرو د لارې راوستل شي.
ځینې سياستمداران وایي په بلوچستان کې بغاوت روان دی خو باید چې رياست د هغې پرشا د وجوهاتو د حل لاره پیدا کړي.
د بشري حقونو کمېشن پخپل بيان کې ويلي "مونږ په ژوره توګه اندېښمن يو، چې حکومت په بلوچستان کې د حل لپاره د زيات قوي پوځي ځواک د کارولو په اړه فکر کوي."
د وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن عمومي سکتر حارث خليق ویلي چې د پوځي طاقت د لارې د سياسي ستونزو تل پاتې حل نه شي موندل کېدای.
د هغه وینا وه ،د داسې عملیاتو له کبله ولس د بې کچه مشکلاتو سره مخامخ کېږي، او ګرانه وي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې عام خلک متاثره نه شي.
نوموړی وایي،دا فېصله هم کول ګرانه وي چې څوک په جنګيالي توب کې شامل دي او څوک پکې شامل نه دي؟
کمېشن وايي چې په پوځي عملیاتو د ملکي چارواکو څارنه نه وي نو ځکه پکې بشري حقونه د پښو لاندې کیږي او زياتوي په بلوچستان کې امنيت په داسې مذاکراتو راتللی شي چې ټولې ښکېلې غاړې په کې موجودې وي.
د پاکستان حکومت لا د اېچ ار سي پى د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن دا بیان له هغې وروسته مخې ته راغلی چې وفاقي حکومت روانه اونۍ په بلوچستان کې د وسله والو ډلو پرضد د کوټلو او پراخو عملیاتو پرېکړه کړې ده.
د نومبر په 19 مه اسلام اباد کې د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې تر سره شوې د اعلا ولسي او پوځي چارواکو غونډې ته په وینا کې شهباز شريف ویلي وو چې د حکومت توجو د ترهګرۍ په ختمولو ده او لومړۍ او اخري کار یې د ترهګرۍ ختمول دي.
په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زياته شوې ده او په تېرو ورځو کې وسله والو ډلو د صوبې په بېلابېلو برخو کې يوشمېر خونړۍ حملې کړې دي.
پخوانی سنېټر فرحت الله بابر په بلوچستان کې د مرکزي حکومت لخوا د عملیاتو پرېکړه ناسمه او غېر دانشمندانہ فېصله ګرځوي او وايي دا به ډېرې اوږد مهاله پايلې ولري.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي،د بلوچستان بنيادي مسله سياسي ده، هغه انتظامي یا د سيکورټي نه ده.
"که مونږ سياسي مسله په ټوپک سره هوارول غواړو نو دا فارموله چېرې هم کاميابه شوې نه ده، زه عرض کوم چې تاسو دې فېصلې ته بيا کتنه وکړې، هسې نه چې اوس دا کوم حالات په بلوچستان کې دي، دا دومره وران شي چې د قابو نه بهر شي او چرته داسې نه وي چې دا اوبه د سر له پاسه تېرې شي"
د مطبوعاتو ترمخه د تېرې يوې لسيزې راهيسې چې کله د پاکستان او چين ترمنځ د 60ؤ اربه ډالرو د سي پېک په منصوبه کار پېل شوی، نو په بېلابېلو حملو کې د پاکستان دننه نزدې 21 چينايي کار کوونکي وژل شوي دي.
په پاکستان کې د سي پېک لاندې د پروژو لويه برخه په بلوچستان ګوادر کې ده او د پاکستان څخه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا منصوبې د بلوچانو د وسيلو تروړونکې بولي او ورباندې حملې کوي.
څېړونکي په بلوچستان کې د عملياتو سبب په پاکستان د چين فشار بولي.
د پېښور پوهنتون د جرنلزم استاد اؤ څېړونکی سېد عرفان اشرف ډيوه سره خبرو کې وایي "دا مه هيروئ چې د چين د اړخ نه دا پېشکش چې چين به د پاکستان جواينټ ټاسک فورس جوړوي او کومک به ورکوي، يقيناً د چين د قیادت په پاکستان باندې فشار دی چې ګني دلته د سي پېک لاندې دا کومه سرمایه کاري اوس ممکن ده نو بيا د پاکستان رياست ته دا خطره ده چې دا سرماېه ګذاري به نه کېږي"
په پاکستان کې په دې ورستيو کې په چينايي وګړو شوؤ يو شمېر خونړیو حملو چين وارخطا کړی او له پاکستان نه په پرله پسې توګه د خپلو وګړو د خونديتوب غوښتنه کوي.
فعالان: د پاکستان انتخابي فهرستونو کې اقلیتونو، ښځو اؤ نرښځیانو سره توپیري چلند شوی
د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن په یوه غونډه کې ګډونوالو ویلي د ملک په انتخابي فهرستونو کې له ځېنو مذهبي لږکیو، ښځو او نرښځينانو سره امتیازي سلوک شوی او د دوي د محرومیو بنیادي سوب د ریاست پالیسۍ دي.
خو حکومت وایي د لږکیو د حقونو خیال ساتي اؤ په ملک کې ټولو اقلیتونو ته د هغوي اییني ، سیاسي اؤ جمهوري حقوق ترلاسه دي.
په ۲۱م نومبر په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په انتخابي عمل کې د شموليت او په سياسي توګه د محرومې طبقې د تواتنمنېدو په موضوع غونډه کړې چې پکې د لږکيو, نرښځيانو , ښځو او د بيلا بيلو سياسي ګوندونو استازو ګډون وکړو او خپلې سپارښتنې يي وړاندې کړې.
د بشري حقونو فعالې فوزیه یزداني وي او اې ډیوه سره خبرو کې ویلي، سياسي ګوندونه خپلو منشورونو ته هيڅ اهميت نه ورکوي. ټول سياسي مشران او ګوندونه يوازي هم دا سوچ کوي چې د هغوي ووټونه به څنګه سيوا شي. او دې د پاره په منشورونو عمل نه کوي.
هغه وایي"زما په اند د سياسي ګوندونو منشورونه یوازې يوه رنګينه پاڼه وي چې صرف په کتلو کې ښکلې وي"
په پاکستان کې د محرومې طبقې د توانمنتیا لپاره په را جوړه شوې دې غونډه کې ګډوانولو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د محرومو طبقو ستونزو ته دې پام وګرځوي اؤ د هغې د هواري لارې چارې دې ولټوي.
د غونډې ګډون وال نر ښځی نایاب علي وایي موږ ليدلي چې په تيرو ټول ټاکنو کې په نرښځيانو تشدد د سياسي ګټو لپاره شوی ترڅو د ويرې يو داسې ماحول پيدا کړی شي چې ځيني سياسي ګوندونه ترې ګټې پورته کړي.
هغه وایي هغه سياسي ګوندونه چې د نر ښځیانو د حقونو خبره به يې کوله هغوي ډير کم ووټونه ترلاسه کړي.
د بشري حقونو د څار غېر دولتي کميشن ويلي که څه هم په پاکستان کې د ښځو په انتخابي او سياسي عمل کې د برخي باوري کولو لپاره يو شمير ايیني او قانوني ګامونه پورته کړی شوي خو په انتخابي عمل کې ټکټونه د شتمنې طبقې ښځو ته ورکول کيږي.
د ايچ ار سي پي عمومي سکتر حارث خلیق ډیوه ته وایي، ښځې د پاکستان خواوشا ۵۰ فيصدي برخه ده خو له بده مرغه په مرکز کې هغه مقام نه لري څنګه چې پکار دی..
هغه وایي ، دا ښځې پخپلو کوششونو د يو خاموشه انقلاب راوستو په هڅه دي خو ضروري ده چې د هغوي په نمايندګۍ کې دې اضافه وکړی شي اؤ دا اضافه دې په پارليمان کې هم وي اؤ په صوبو او حکومتونو کې دې هم وي.
په دې غونډه کې سپارښتنه شوې چې بايد په هيواد کې د تګلارې د جوړښت په مهال په تاريخي توګه د انتخابي عمل څخه د بهر ساتل شوو طبقو ضرورتونه په پام کې ونیول شي او انتخابي عمل کې ټول برخه واخستل شي.
د لږکیو د احمدي ټولنې وياند عامر محمود ویلي،په پاکستان کې يوازې احمدې ټولنې لپاره ځانګړی د ووټونو فهرست جوړ کړی شوی دی. نور ټول د مسلکونو او د مذهبونو خلق په يو فهرست کې دي .
هغه وایي ،دا د احمدې تولنې سره امتيازي چلند په ګوته کوي نو ځکه احمدي ټولنه د پاکستان د انتخابي عمل برخه نه شي جوړيدلی.
د نوموړي په وینا "موږ غواړو چې پاکستان کې ټول خلکو لپاره دې هم ېو ووټر لسټ وي او احمديان دې هم د پاکستان سياسي عمل کې ګډون وکړی شي"
د ايچ ار سي پي په دې غونډه کې د هيواد د محرومو طبقو په سياسي او انتخابي عمل کې د ګډون په موضوع دا خبرې په داسې حال کې شوي چې هيواد د سياسي اړي ګړي سره سره امنيتي ستونزو سره هم مخ دی
پوځ وایي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې په عملیاتو کې اووه ترهګر وژلي
د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په بنو اؤ د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې د اووه وسله والو د وژل کېدو اؤ دوؤ نورو د ژوبل کېدو دعوه شوې ده.
د پوځ د مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار د بیان له مخې د 22 م نومبر په سهار امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا بنو ضلعه کې د ترهګرو د موجودیت اطلاع عملیات کړي .
د پوځ بیان کې ویل شوي چې دې عملیاتو کې د وسله والو ځالې په موثره توګه په نښه کړل شوي چې پکې درې ترهګر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دی.
پوځ پخپل دې بیان کې د وسله والو لپاره د خوارجو اصطلاح کارولې چې د تېرو څو میاشتو راهسې په پاکستان امنیتي ځواکونه دا اصطلاح د ترهګرو اؤ په ځانګړې توګه د ټي ټي پي د وسله والو لپاره کاروي.
آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې ددې عملیاتو په مهال د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې څخه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
پوځ د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښودلې خو ویلي یې دي چې هغوي د امنیتي ځواکونو په ضد د ترهګرۍ یو شمیر پېښو اؤ د بېګناه وګړو په وژنو کې ککړ وؤ.
پوځ وایي د ناکراره صوبې بلوچستان په اوران ضلعه کې هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې دوه ترهګر وژل شوي.
پوځ دغه عملیات کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د نیاز عرف ګمن اؤ ظریف عرف شاه جهان په نومونو سره مخې ته راوړې ده اؤ دعوه یې کړې ده چې هغوي د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو.
همدا شان پوځ د بلوچستان په ډيره بګټي اؤ کیچ سیمو کې هم په بیلابیلو عملیاتو کې د وؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
پوځ په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د وسله والو د وژلو دا دعوې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې په دغو دواړو جګړه ځپلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ یوازې یوازې خېبر پښتونخوا کې په روانه اوونۍ کې د وسله والو په بریدونو کې تر 20ؤ زیات امنیتي عسکر وژل شوي.
همدا شان بلوچستان کې هم په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر خونړي بریدونه شوي چې په لسګونو پوځيانو ، د ایف سي اؤ پولیس عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېرې نهې یا سه شنبې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کې د نیشنل ایکشن پلان د اېپکس کمیټې غونډې کې په بلوچستان کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو کولو منظوري هم ورکړل شوې ده.
د اېپکس کمیټۍ په غونده کې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) د بیا فعالولو او په قامي او صوبایي استخباراتي همکارۍ او د ګواښونو ارزونې مرکزونو پر جوړولو هم اتفاق شوی ؤ.
په غونډه كې دا فيصله هم شوې چې د ترهګرۍ په ضد د مرکزي حكومت په هداياتو عمل كولو دپاره به د صوبايي اېپکس كمېټو تر څارنې لاندې ضلعي رابطه كمېټې جوړولی شي.
د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.
د پېکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.
د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.
د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.
Forum