لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ يکجهتي کميټي: کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو بې درکه کولو لړۍ پيل شوې


بلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه
بلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه

بلوڅ يکجهتي کميټۍ دعوه کړې، په کراچۍ کې په چينايانو د بريد وروسته د بلوڅو ځوانانو نيولو لړۍ پيل شوې او يواځې د اکتوبر په 16 مه نېټه په کراچۍ کې تر نهو پورې بلوڅ ځوانان د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي بې درکه کړي دي.

په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه کې د بلوڅ يکجهتي کميټي مشرانو وويل، څو ورځې وړاندې د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر د چينايانو په قافله د شوي بريد وروسته امنيتي ادارو او په خصوصي توګه سي ټي ډي د بلوڅ ځوانانو پورته کول پيل کړي او تر اوسه پورې نزدې 16 کسان چې زيات پکې د پوهنتونو زده کونکي دي نيول شوي دي.

د زده کوونکو او نورو کسانو نيولو په اړه سي ټي ډي يا حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار ويلي، د چينايانو په قافله بريد کونکو ترهګرو ته ډېر نزدې ور رسېدلي او نوموړي د امنيتي ادارو سره د ترهګرۍ مخنيوي ادارې سي ټي ډي هڅو ستاينه کړې ده.

پاکستاني ټي وي چېنل، جيو نیوز سره خبرو کې نوموړي، په دغه اړه نور معلومات حساسه ياد کړي او د شريکولو څخه يې ډډه کړې ده.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ په خبره، په نيول شوو کسانو کومه مقدمه نه ده ښکاره کړل شوې او نه عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ مرستيال مشر لالا عبدالوهاب بلوڅ وي او ای ډيوه ته وويل، "چې کوم وسله وال تنظيمونه دي تر هغو د رياست لاس نه رسي، مونږ پرامنه خلک يو او زمونږ مبارزه هم پرامنه ده، مونږ تر ننه پورې داسې کار نه دی کړی چې قانون او امنيت خراب کړو، رياست چې د هغو وسله والو نيولو هڅه وکړي او يې ونيسي، دوی ته اسان کار دغه پرامنه خلک نيول دي چې يې ونيسي او وروسته بيا دغه خلک د ترهګر تنظيمونو غړي ښکاره کړي".

بلوڅ يکجهتي کميټۍ ويلي، د بلوڅانو ماشومان په دغه هيواد کې يو ځای هم خوندي نه دي، دوی هيڅ بشري حقونه نه لري، دوی غوښتنه کړې چې د بې درکه کسانو د پټو ځايونو معلومات دې ورته ورکړل شي او سي ټي ډي لخوا دې واضحه کړل شي چې په کوم جرم کې یې نيولي دي.

د بلوڅ يکجهتي کميټۍ تازه تورونو ته حکومتي چارواکو يا امنيتي ادارو لخوا څه ځواب نه دی ويل شوی، خو د اګست په مياشت کې د پاکستان پوځ بلوڅ يکجهتي کميټي د ترهګرو پراکسي په نوم ياد کړې او ويلي يې وو چې دوی د پاکستان امنيتي ادارو بدنامولو دپاره پروپېګنډه کوي.

د اکتوبر په 6مه د شپې شاوخوا 11 بجې د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر د چينايانو په قافله بريد شوې وو، زمه واري يې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل اې منلې، او دعوه يې کړې وه چې د مجيد بريګېډ فدايي يونټ د چينايانو قافله هدف کړې وه.

په پاکستان کې د چين سفارتخانې ويلي وو چې دا په چينايي قافله ترهګر بريد شوی، دوه چینايان پکې وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

چين د پاکستان نه يو وار بيا غوښتنه کړې وه او پاکستان کې د کارکوونکو چينايانو د امنيت دپاره یې د کلکو ګامونو پورته کولو ويلي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، دغه بريد د پاکستان او چین په دوستۍ شوی دی، او د مجيد بریګېډ په ګډون به د دې پېښې زمه وار د قانون منګولو ته راوستل شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین سفارتخانه کې د چين سفير جينګ زيډونګ سره ليدنه کې ډاډ ورکړی وو چې د کراچۍ نړيوال هوايي ميدان نه بهر شوي ترهګریز برید په اړه تحقیقاتو به په شخصي توګه څارنه کوي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG