د بلوچستان د پولیسو له لوري د ځانمرګي بريد په تور د نيول شوې ماهل بلوڅې کورنۍ او د لا درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کونکي تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز په ګډه سره د کوټې په پريس کلب کې خبري کانفرنس کړی.
دوی د پوليسو له لوري د نيول شوې ماهل بلوڅ په کېس کې د انصاف غوښتنه کړې.
بل لوري ته د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکي تنظيم د احتجاجي کېمپ پينځه زره ورځې پوره شوي.
تفصیل د ډیوې د خبریال حفیظ الله شیراني په راپور کې.