په خېبر پښتونخوا صوبه کې د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې د پوليسو په وژنو کې زياتوالی راغلی دی، د پوليس شمېرو ترمخه په درېو مياشتو کې په 25 بريدونو کې 125 پوليس اهکار وژل شوي او 212 ټپيان شوي دي.
څيړونکي وايي د کمزوري تربيت او د جديدې وسلې نشتوالي له امله پوليس د وسله والو اسان هدف دی، پوليس وايي دوي د بدامنۍ وړاندې هم مقابله کړې او اوس هم ورته تيار دي.
په خېبر پښتونونخوا کې د جنورۍ په مياشت تر ټولو زيات په 15 بريدونو کې يو 116 پوليس اهکار وژل شوي او 199 زخميان شوي وو.
په دې کې په 30م جنورۍ د پېښور پوليس لاين جمات ځانمرګي بريد کې د 80 نه زيات پوليس اهکار وژل شوي وو، د فرورۍ په مياشت کې په درېو بريدونو کې دوه او د مارچ په مياشت کې په اوو بريدونو کې اووه پوليس اهکار وژل شوي وو.
په پوليسو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.
خبريال افتخار فردوس وايي په خېبر پښتونخوا کې پوليس د ترهګرۍ يو نوي لهر سره مخامخ شوي دي، پوليس ته به د دې مقابله کولو د پاره د جديدې وسلې، نوې ټيکنالوجۍ او د تربيي ضرورت وي.
"که دا وخت تاسو د ترهګرۍ اندازه واخلئ او د تېرو 15 کالو سره يې مقابله وکړه نو د تېر کال د دسمبر په مياشت کې دومره بريدونه شوي وو څومره چې په ټول تېرو پينځو کالو کې شوي دي، نو د دې نه پته لګي چې ترهګرۍ کې څومره تيزي راغلې ده، تر څو چې سياسي ثبات نه وي راغلی په دې ملک کې ترهغې ډيره ګرانه ده چې امنيتي وضعه ښه شي".
د خېبر پښتونخوا پوليسم د شمېرو ترمخه په کال 2022م کې ټول 119 پوليس اهکار وژل شوي وو.
او روان کال په 2023 کې د پوليسو زياتې وژنې په پېښور او لکي مروت کې شوي د.
د پېښور پوليسو ايس ايس پي اپرېشن هارون رشيد وايي دوي پوليسو ته جديده وسله ورکړې او د تېر په څېر د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپل رول لوبولو د پاره تيار دي.
"مونږ د خپلو تيکنيکي څيزونو په ښه کولو توجو ورکوو، د هغې د پاره مونږ سره د ايي جي پي صېب لخوا پورا مرسته کيږې، وسله او د جديدې ټېکنالوجۍ د پاره هم مونږ لګيا يو کار پرې کوو چې د دې حالاتو مخنيوي وکړو".
څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې په پوليسو او نورو د امنيتي ادارو اهلکارو باندې بريدونه د تېر کال د نومبر په مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان سره د ډز بندۍ ختمېدو وروسته زيات شوي دي.
خو پوليس وايي د جنورۍ د مياشتې په مقابله کې په فرورۍ او مارچ کې په پوليسو باندې په بريدونو کې کمی راغلی دی او دوي په ټولو سيمو کې د وسله والو خلاف هدفي د لټون عمليات کوي.