پېښور کې د لږکیو هدفي وژنې: مسیحیان د ایسټر ورځ په سختو امنیتي تدابیرو کې نمانځي

په پېښور کې د مسیحي ټولنې وګړي نن د اتوار/یکشنبې په ورځ خپل اختر یا ایسټر په داسې حال کې په کلکو امنیتي انتظاماتو کې نمانځي چې یوه اوونۍ وړاندې په همدې ښار کې د وسلو والو بریدونو کې دوه اقلیتي وګړي وژل شوي دي.

د ترهګرۍ دغو پېښو که هرڅو پښتونخوا صوبه کې میشت اقلیتي وګړي خپل تحفظ ته اندېښمن کړي خو مسیحیان د ویرې په دغه چاپېریال کې هم د پیښور یوې کلیسا کې ورغونډ شوي او د مذهبي دستورې ایسټر په موقع عبادت کې بوخت دي.

دوی وایي د کرسمس نه پس دا د دوی دویمه لویه د خوشالۍ دستوره ده.

د ایسټر نه وړاندې دوی څلویښت ورځې روژې نیسي او د دې ورځې شروع سهار وختي درې بجې کلیسا کې د عبادت نه کیږي.

خرم مسیحي هم د خپلې میرمنې او ماشومانو سره دې کلیسا ته راغلی او هغه وایس اف امریکا ډیوه ته وایي"د ایسټر په موقع سهار درې بجې مونږ دلته عبادت له راشو دلته ناشته وکړو. بیا غرمه عبادت له کلیسا ته راشو. د کورنۍ ټول غړي خوشاله وي. تصویرونه جوړوو او پارکونو ته سیل له ځو"

هغه وایي په دې ورځ کورونو کې خوندور خوراکونه پخیږي. دوستان خپل خلپوان یو بل کره ځي. په مختلفو رنګونو رنګ شوې هګۍ یو بل ته ډالۍ کوي.

خو ځوانان او پیغلې وایي له دې ورځې زیات خوند ځوانان او ماشومان اخلي.

ځوان اریان مسیح خپلو ملګرو سره د ایسټر عبادت له کلیسا ته راغلی او هغه ډیوه ته وایي:

"په دې ورځ عیسا مسیح ژوندی شوی و. نو دا خوشالي مونږ د اختر د ورځې په توګه نمانځو. د دې ورځې دویم نوم عید القیامت المسیح دی. په دې ورځ مونږ خپلوانو او دوستانو سره لیدل کتل کوو او ټوله ورځ خوندونه اخلو".


پېښور کې د ایسټر د نمانځلو په وخت کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي ځکه چې یوه اوونۍ وړاندې د اپریل په دویمه نیټه د پشتخرې تاڼې حدودو کې مسیحي وګړی کاشف مسیح نامعلومه موټرسایکل سورو ویشتلی او وژلی ؤ.

همدغه راز د دې پیښې نه دوه ورځې وړاندې په 31م مارچ د رحمان بابا تاڼې حدودو کې سکهـ وګړی دیال سنګهـ هم په موټر سایکل ناستو وسله والو وژلی ؤ چې وروسته یې د وژنې ذمه واري وسله والې ډلې داعش خراسان په غاړه اخستې وه.

د مسیحیانو مذهبي مشر پادري جوزف جان وایي، دلته یو سکهـ د هدفي وژنې ښکار شو. دغه شان د پیښور اکیډمۍ کې مسیحي ورته حادثې سره مخ شو. کراچۍ کې یو هندو ډاکټر وژل شو. دا ټول کارونه د هیواد دښمنان کوي.

خو ډيوه سره خبرو کې هغه هیله ښکاره کړه چې امنیتي ځواکونه به د لږکیو د تحفظ یقیني کولو لپاره مناسب ګامونه واخلي.

په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي په خېبر پښتونخوا صوبه کې نزدې پينځه لکه د عيسایي مذهب منونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي،

د لږکیو د ټولنې غړي وایي په دې وروستیو کې چې په پېښور او نورو نزدې سیمو کې په لږکیو کوم بریدونه شوي هغې اقلیتونه د ویرې سره مخ کړي دي او دوی اوس په ډاډه زړه دخپل ژوند ورځنۍ چارې پرمخ نه شي وړلی.

د بشري حقونو تنظیمونه هم وخت په وخت پاکستان کې د لږکیو په ضد ورځ تر بلې په زیاتېدونکي تاو تریخوالي اندېښنې ښایي خو د پاکستان حکومتي چارواکي اکثره پخپلو بیانونو کې دعوې کوي چې اقلیتونو ته یې د پاکستان دایین لاندې د هغوی ټول حقونه ورکړي دي او د هغوی تحفظ ته چمتو دي

ستمبر کال2013م کې د پیښور آل سینټ چرچ کې د شوؤ غبرګو ځانمرګي بریدونو نه وروسته جون 2014م کې د پاکستان سترې محکمې حکومت ته امر کړی و چې هیواد کې دې د ټولو لږکیو د ځان او مال د تحفظ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.