جنوبي وزیرستان: په ماين چاودنه کې یو تنکی هلک وژل شوی

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع بره جنوبي وزيرستان کې په یوه ماين چاودنه کې يو دولس کلن ماشوم وژل شوی دی. جنوبي وزيرستان کې وخت په وخت دغه ډول پېښې کيږي. پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په پخوانۍ فاټا کې د ماينونو په پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سيمې نه پوليسو تازه پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي دا پېښه د اتوار په ماښام د سراروغه تحصیل په جنته ویشتني سیمه کې شوې ده.

د سراروغه تاڼې چارواکي وايي ماین چاودنه کې د شیرانګل نومې تن دولس کلن زوی شیر علي په هدف شوی چې پکې په ځای وژل شوی دی.

د دوی په خبره ماشوم ته دا ماین په علاقه کې په لاس ورغلی او د لوبو پرمهال پرې چاودېدلی دی.

د مارچ په میاشت کې په بره جنوبي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې درې پېښې شوې وې، وروستۍ پېښه د مارچ په 25مه سراروغه سیمه کې د ځمکني ماین چاودنه شوې چې پکې یوه ماشوم ژوبل شوې وه.

د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې يوه ماين چاودنه شوې چې پکې دوه کم عمره هلکان ژوبل شوي وو.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په "پخوانۍ فاټا کې د ماينونو په پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده چې بېګناه خلک پکې وژل کيږي او تازه پکې په وزيرستان کې يو تنکی هلک وژل شوی دی".

د بشري حقونو کمېشن د "چارواکو نه غوښتنه کړې چې دغه ماينونه دې په سمدستي توګه پاک کړی شي".

ځایي خلک وایي په علاقه کې د پوځي عملیاتو وروسته په ځمکه کې خواره ماينونه پاتې شوي چې د عامو خلکو ترڅنګ پکې په څاروو چاودنې کیږي او ګڼې مرګ ژوبلې یې اړولي دي.

ځايي خلک وايي، د علاقې څخه ماينونو پاکولو دپاره یې احتجاجونه کړي او حکومتي چارواکو ته خواستونه کړي خو د ماینونو صفایی د پاره څوک ګامونه نه اخلي.

تېر کال د ځمکني ماین چاودنو ښکار شوي کسانو د یوې میاشتې پورې احتحاجي پرلت کړی وو، او دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ختم کړی شوی وو چې ځایي انتظامیه دوی ته په علاقه کې د ماینونو پاکولو او د ماین ښکار شوو کسانو ته د مرستې ورکولو باور په لیکلې بڼه ورکړی وو.

پي ټي اېم په اولنو غوښتنو کې د ماینونو پاکول شامل دي خو وایي چې تراوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تايید شوي خو انتظامیه وایي په ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده.

د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېر کال ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].