د پاکستان د امنيتي ځواکونو کلا له ترهګرو نه دېرش ساعته وروسته بيرته واخېستل شوه
د بلوچستان صوبې د داخله چارو د وزارت د وينا ترمخه د قلعه سيف الله په بريد کې د پاکستاني امنيتي ځواک څوارلس تنه او څلور ملکي وګړي وژل شوي خو د پوځ د ميډيا څانګه وايي، شپږ د فرنټير کور غړي او يو ملکي تن په بريد کې وژل شوي.
پوځ وايي شپږ ترهګر يې هم وژلي.
تفصيل د حفيظ شيراني په رپوټ کې