پېښور کې د موبايلونو دوکانداران: زياتو ټېکسونو او ډالر ګرانېدو یې کاروبار په ټپه ودرولی

پېښور کې د بهرنيو موبايل ټيليفونو کاروبار کوونکي وايي د زياتو ټېکسونو او ډالر د نرخ ګرانېدو سره یې کاروبار سخت اغېزمن شوی دی او موبايل اخستونکي وايي د موبايل اخستو توان یې ختم شوی دی.

د پېښور صدر بازار د خېبر پښتونخوا د بهر ملکي موبايل ټیليفونو تر ټولو لوی مارکيټ ګڼلی شي.

ساجد الله د تېرو اته کالو راهسې د ايي فون موبايلو کاروبار کوي، وايي د ګرانۍ له امله اوس د کاروبار خوند نشته.

"غټه مسله د ډالر ده ورځ په ورځ د ډالر نرخ په بره روان دی نو له دې وجې ډېره مسله ده، اېمپورټ بند دی سټاک نه راځي او چې کله کوم سټاک راشي هغه د غټو کاروباريانو سره وي هغوی یې د خپلې مرضۍ په قيمت راکوي او کله چې مونږ ګاهک ته ورکوو نو هغوی پرې لانجې کوي نو په خرڅولو او اخستو کې یې ډېر فرق راغلی دی او زمونږ په امروزه کاروبار ډېر اثر پرېوتی دی".

د پېښور بلور پلازې او نورو مشهورو موبايل مارکيټونو دوکانداران وايي د تېر کال يو نيم راهسې یې کاروبارونه قابو په ټپه ولاړ دي او ګاهک ډېر کم کوز په نظر راځي.

د پېښور کجندر سينګ هم د موبايلو سوداګر دی، وايي "کال وړاندې مارکيټ ښه وو مال ارزان وو کسټمر به په ډېر شوق سره سيټ [موبايل] اخستو او خرڅولو به يې اوس چې کله کسټمر سيټ خرڅ کړي نو بيا ورسره بل اپشن نه وي چې بل موبايل واخلي ځکه چې په هغه رېټ ورته بيا بل نه ميلاويږي".

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] د خبر ترمخه د شمارياتو دولتي ادارې ویلي، چې د روان مالي کال (2022-23) په وړومبو لسو مياشتو کې د تېر کال په مقابله کې په هېواد کې د موبايلو ټيليفونونو په راغوښتو کې 73.84 فيصده کمی راغلی دی.

د شمارياتو ادارې زياته کړې، د 2022-23 د اپريل او جولايۍ ترمينځه د 473.287 ملينه ډالرو موبايلونه د بهر څخه راغوښتل شوي او په هم دغه موده جولايۍ او اپريل (2021-22) کې د 1809.219 ملينه ډالرو موبايلې راغوښتل شوې وې، او په دې کې 73.84 فيصده کمی راغلی دی.

په رپورټ کې ویل شوي يواځي روان کال د اپريل په مياشت کې د بهر څخه راغوښتونکو موبايلونو کې 95.03 فيصده کمې ليدل شوی دی.

د پېښور د صدر بازار موبايل مارکېټ ته موبايل اخستو له راغلي کسان وايي موبايلونه اخستل یې د توان نه بهر شوي دي.

محمد عثمان چې د ايي فون موبايل اخستو له مارکیټ ته راغلی وايي "نرخونه ډېر سېوا دي غريب سړی یې نه شي اخستی ما په خپله لږ ډېر وسېونګ کړی يا پېسې بچ کړې وې خو موبايل مې وانخستو واپس کور ته روان يم".

محمد داود نومې دوکاندار ويلي، پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ په موبايلونو د حد نه سېوا ټيکسونه لګولي دي.

"په ايي فون 12 فرو مکس وړاندې 80000 روپۍ ټېکس وو نن سبا په دې 150000 روپۍ ټيکس دی دغه استعمال شوی موبايل اوس په 260000 روپۍ دی او وړاندې په 210000 روپۍ مونږ خرڅولو".

د موبايلونو کاروباريان وايي دنده یې په ټپه ودرېدلې ده.