شمالي وزیرستان کې بمي چاودنې پینځه پوځیان او یوه ماشومه ژوبل کړي‌ دي

عکس زوړ او په شمالي وزیرستان کې د یوې بلې چاودنې دی.

ډېره اسماعیل خان/ واشنګټن ــــ د پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د عسکرو په ګزمه بم چاودنه شوې ده چې له امله يې د پاکستان پوځیان او یوه ماشومه ژوبل شوي دي. د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان پولیسو او امنیتي چارواکو دا تازه پېښه تایید کړې او وي او اې ډیوه ته یې ویلي، د امنیتي عسکرو په ګزمه باندې چاودنه نن د نهې- سه شنبې د ماسپښین وروسته د میر علي تحصیل په خدي سیمه کې شوې ده.

د مقامي پولیس او د استخباراتي چارواکو په وینا چاودنه د سړک په غاړه د ښخ بارودي ماین یا ایي ډي په وسیله شوې چې پکې د پاکستان د پوځ پینځه پوځیان او یوه پینځه کلنه ماشومه ژوبل شوي دي.

په چاودنه کې ژوبل کسان په میرعلي سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار په رسمي ډول د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي خو د میر علي تاڼې پولیس وایي تر چاودنې وروسته ټوله سیمه امنیتي عسکرو په ګیره کې اخیستې او لټون یې پېل کړی دی.

د دغه برید ذمه داري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو روانه میاشت له دې نه وړاندې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو پینځه بریدونه شوي دې چې د زیاتره بریدونو ذمه دارۍ تحریک طالبان منلې دي.

د مې په 24مه په شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې د پاکستان دوه پوځيان، يو پوليس او يو ځايي تن وژل شوي وو.

د مې په 15مه په شمالي وزیرستان ضلع کې ځانمرګي حمله کوونکي د امنیتي عسکرو قافله په هدف کړې وه او په سيمه کې په بله پېښه کې د عسکرو په ګزمه بم چاودنه شوې وه چې له امله يې 12 کسان زخمیان شوي وو.

په پینځم مې د میرعلي په حېدر خېل سیمه کې د وسله والو په ډزو د پوځ د یو افسر په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي وو.

او په څلورم مې په شمالي وزيرستان ضلع کې په يوه وسله واله نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.