د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې د وسله والو سره په نښته کې یو پولیس عسکر وژل شوی او د افغانستان سره په پوله ناارامه شمالي وزیرستان کې ځمکني ماین چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی دی. په کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ ضد احتجاجي مظاهره شوې.
لکي مروت
د لکي مروت پولیسو تاييد کړې د پوليس عسکر د وژنې پېښه نن سهار د پېزو تاڼې حدود په شهباز خېل سیمه کې هغه مهال شوې چې وسله والو په ډیوټۍ مامورو پولیس اهلکارو باندې ناتاره ډزې وکړې.
د لکي مروت پولیس ویاند شاهد حمید وویل پولیسو ته معلومات تر لاسه شوي وو چې شهباز خېل سیمه کې وسله وال په موټر سایکلو روان دي او د نیولو د پاره یې پولیسو په لار کې ناکه لګولې وه.
هغه وویل د دواړو خواوو پولیس او وسله والو تر منځ د ډزو تبادله شوې، په نښته کې د زکریا په نوم یو پولیس اهلکار وژل شوی خو وسله والو ته زیان اړولو معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.
د ویاند په وینا د پېښې نه وروسته پولیسو سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
تر دې مهال د دغه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
پرون په سوات سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وو. د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دغه برید پړه پغاړه اخستې وه.
شمالي وزيرستان ماين چاودنه
په شمالي وزیرستان کې د ماین په چاودنه کې یو کم عمره ماشوم وژل شوی دی. د سیمې امنیتي او انتظامي چارواکو وي او اې ډیوه ته وویل دا پېښه د شمالي وزیرستان، دته خېل تحصیل په چنار سیمه کې شوې ده.
د علاقې پولیس وایي چاودنه کې د نیاز بات الله پینځه کلن زوی اسلام الله وژل شوی دی.
د قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول د وزیرستان خلک ځمکني ماينونه او چاودنې یې لويه ستونزه بولي.
د تازه پېښې وړاندې په شپږم جون هم د بر جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې دوه خویندې په ماین په چاودنه کې وژل شوې وې.
په جنوبي وزيرستان کې په تېرو کلونو کې د ماین چاودنو ښکار شوو کسانو په اسلام اباد کې احتجاج کړی او د حکومت څخه یې غوښتي د مځکني ماین چاودنو ښکار شوو کسانو لپاره دې د مرستو اعلان وکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري د اپرېل په 25مه خبري غونډې ته ويلي وو، د قبايلي علاقو 65 فيصده برخه د بارودي سورنګانو څخه پاکه کړی شوې او 98000 نه زيات ماينونه او بمونه ترلاسه کړی شوي او ناکاره کړی شوي دی.
احتجاجي مظاهره
په کوز حنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد او امن د پاره احتجاجي مظاهره شوې، او مظاهره چيانو ویلي، نور په خپله خاوره غېر مسلکي پریکړې په هیڅ صورت نشي زغملی.
د پاکستان پیپلز ګوند ځایي مشر عمران مخلص ویلي دوی په صوبه کې شامل کړل شوي او نور په خپله خاوره د اېف سي ار قانون په څېر ژوند نه شي تیرولی.
هغه ویلي دغلته دې د نور پاکستان په څېر ایین او قانون لاندې پرېکړې کیږي او خلکو ته دې امنیت ټینګښت یقنیي کړل شي.
د احتجاج ګډون والو وویل په علاقه کې یېرناامنۍ ژوند ستونزمن کړی او دوی د هېواد د نورو خلکو په څېر عادي ژوند نه کوي.