د پښتونخوا کاروباريان: په بجټ کې د وړو صنعتونو دپاره مراعات نه دي اعلان شوي

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د وفاقي بجټ اعلانولو وروسته د خېبر پښتونخوا صنعتکارانو او تاجرانو ويلي، یو طرفته د سود شرحه د 21 او 24 فیصدو تر مینځه ده او بلې خوا ته صنعتکاران د خارج نه خام مالونه نشي راوړی ځکه چې حکومت د اېل سي ( لیټر آف کریډټ) پرانیستو اجازه نه ورکوي.

دوی وايي بجټ کې د وړو تړل شوو صنعتونو بحالولو لپاره هیڅ قسمه مراعات نه دي اعلان شوي.

د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټریز پخوانی صدر حسنېن خورشید وایي پښتونخوا کې په تیرو درېو میاشتو کې تر 75 پورې واړه صنعتونه تړل شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د صنعتونو بندېدو علت دا وو چې د خارج نه خام مال نشي راغوښتی. ځکه حکومت سره ډالر نیشته، پښتونخوا کې د ټولو وړو او لویو صنعتونو دغه ستونزه ده، تر څو حکومت سره ډالر نه راځي او د اېل سي پرانیستو اجازه نه وي، نو صنعتونه به دغه شان بندیږي.

حسنېن خورشيد زياته کړې، دې بجټ سره د نورو صنعتونو د بندېدو خطره هم پېدا شوې ده.

د پښتونخوا کاروباریان وایي د سمندر نه د لرې والي له امله دوی فقط افغانستان او ایران سره تجارت کولی شي. خو نوو ضم شوو ضلعو سره وړاندې هم د ژمنو مطابق مالي مرستې نه دي شوي. د دوی په وینا دې بجټ کې هم تشې ژمنې شوي دي.

د سرحد چېمبر یو بل پخوانی صدر زاهدالله شینواری وایي دې بجټ کې دوی تمه لرله د ګاونډي هېوادونو لکه افغانستان او ایران سره د تجارت د ودې لپاره به ځانګړي اعلانونه وشي خو هغه ونشو. ځکه د دوی مسله د خارجي پیسو ده.

هغه وويل، "مونږ سره ډالر نشته نو مونږ ته خارج ته د مالونو لېږلو ډېر ضرورت دی.

شینواري وایي "د پښتونخوا چې کوم اقتصادي صورتحال دی وړاندې حکومت نوو ضم شوو ضلعو سره د هر کال په سر د 100 اربو روپو کومه وعده کړې وه، هغه یې نه ده ترسره کړې او دې بجټ کې یې د 57 اربو روپو اعلان کړی دی. خو دا پیسې بیا نه ورکړی کیږي. تیر کال یې هم صرف 35 اربه روپۍ دغو ضلعو ته ورکړې وې".

ښاغلی شینواري زیاته کړې په وړه کچه د مېرمنو کاروبارونو سره، کرکیلې او ای ټي څانګو سره د مالي مرستو کوم اعلان شوی دی هغه به لږې ګټې راوړي خو موجوده حالاتو کې به دا ډېرې کمې وي.

د پښتونخوا تاجران وایي تاجر چې تجارت ونکړي نو حکومت ته به ټېکس د کومې ورکړي.

د چیمبر یو بل پخوانی صدر شیرباز بلور وایي حکومت چې اېف بي ار (فیډرل بورډ اف ریونیو) ته وایي، د ټېکس هدف دې زیات کړي دا به څنګه زیاتیږي؟

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دوي به په تاجرانو بوج اچوي دا مناسب عمل نه دی. د دې صوبې کاروباریان اول د ترهګرۍ سره مخ وو اوس بېنکونه ویریږي کاروباریانو ته قرضې نه ورکوي".

بل پلو ته د خزانې وزیر د بجټ وړاندې کولو په وخت ویلي د تیر حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسو له امله دوی ستونزو سره مخ دي خو هیله یې څرګنده کړې ده دې بجټ سره به حالات ځای ته راشي او ای ایم ایف سره به نوي تړون ته لاره هواره شي.