په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته پاکستان ته په ګډه شویو پښتنو سندرغاړو کې احمد شیدايي هم شامل دی.
احمد شیدايي چې د یوې مشهورې افغانې هنرمندې کورنۍ څخه دی دا مهال په چمن کې اوسېږي.
د ډیوې خبریال نعمت الله سرحدي ته یې د خپل مهاجرت او ژوند کېسه کړې.