سیګار د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسوونکو ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت په زیاتېدونکي ډول د لاسوهنو خبر ورکړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې سیګار د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسوونکو ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت په زیاتېدونکي ډول د لاسوهنو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې سیګار د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسوونکو ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت په زیاتېدونکي ډول د لاسوهنو خبر ورکړی دی.

سیګار په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، ملګرو ملتونو د تېر 2022 کال د نومبر له 16مې د روان 2023م کال تر فرورۍ پورې د بشري مرستو رسوونکو ادارو په چارو کې د 494 لاسوهنو په اړه رپوټ ورکړی دی.

سیګار ویلي، ملګرو ملتونو د 2021م نومبر او 2022م کال د فرورۍ تر منځ موده کې 153 دغسې پېښې ریکارډ کړې وې۔

تفصيل د پېښور نه د عبدالرزاق په رپورټ کې