د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې يو ځايي ملک نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی، او شمالي وزيرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د غړي د وژنې ضد احتجاجي مظاهرې شوي دي. د کورمې پوليس وايي په سيمه کې د دوو قبيلو ترمنځ جګړه ختمه شوې ده.
باجوړ
د باجوړ د پوليسو په وينا نن سهار د واړه ماموندو په علاقه کې نامالومه کسانو ځايي مشر ملک خان زمان په ډزو وژلی او بريد کوونکي په تېښته کې بريالي شوي دي.
پوليس وايي د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.
په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د غړي د وژنې ضد په پښتون میشته سیمو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي. د خالي په ورځ د شمالي وزیرستان په حکیم خېلو کې د ملي جمهوري غورځنګ یو فعال عتیق الرحمان نامالومه کسانو په ډزو وژلی وو.
په کورمه قبایلي ضلع کې بیا د ځمکې پر سر جوړې شوې شخړې په اړه د پوليس مشر محمد عمران وي او اې ډيوه ته ویلي، جګړه نن ختمه شوې او فريقېنو د يو بل ضد مورچې خالي کړي او حالات قابو دي.
هغه ویلي،په جګړه کې پينځه کسان وژل شوي دي.
شمالي وزيرستان
د ملي جمهوري غورځنګ د غړي د وژنې ضد د بلوچستان په لورالايي، چمن او ژوب، د خېبر پښتونخوا په بنو، مردان، صوابۍ او جنوبي وزیرستان کې احتجاجي مظاهرې شوي دي.
د اېن ډي ایم مشرانو او مظاهرو ګډون والو د پاکستان په امنیتي ادارو نیوکې کړې، او د دوی پالیسۍ یې د موجوده ناامنۍ سره د مبارزې ضد ناکافي بللي دي.
په بنو کې احتجاجي مظاهرې ته د ګوند عمومي سېکتر ندیم عسکر ويلي، امنیتي ادارې نه دي توانیدلي چې امنیتي تدابیر په موثره توګه ټینګ کړي، ځکه د ناامنۍ پېښې کيږي.
هغه ویلي په دوامداره توګه د پښتنو وينې بهیږي، خو د وینو اودرولو درک نه لګول کیږي.
د هغه په وینا د مودو نه د نامالومه په نوم د پښتنو وینه تویېدل روان دي او د دغه ناامنۍ پرضد پوځي عملیات وشول. د عملیاتو پرمهال خلک بې کوره شول، بازارونه او کورونه ړنګ شو خو امن په ځای نه شو.
د پاکستان پوځ په 2014 کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات کړي او دغه سیمه د عملیاتو پرمهال پاکه ګرځول شوې خو یوازې روان کال په شمالي وزیرستان کې نزدې د 30 نه زیات کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
مظاهرې ته د شمالی وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ غړي رحمت غلام ویلي د کډوالو د واپسې په وخت د دوی سره دا سیمه د هرقسمه د ناامنۍ څخه د پاکولو ژمنه شوې وه.
هغه ویلي ترعملیاتو وروسته په شمالي وزیرستان کې تر 500 نه زیات کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره د علاقې سیاسي او مدني ځوانان او قامي مشران وو.
احتجاج کوونکو د اېن ډي ایم وژل شوي فعال عتیق رحمان ته د انصاف ترلاسه کېدو سره په علاقه کې د ناامنۍ د پېښو ودورولو غوښته کوله.
حکومت لا تر اوسه د اېن ډي ایم لاریونونو او نیوکو ته ځواب نه دی ویلی خو د علاقې پولیس وایي مقدمه یې درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي.
کورمه
په کورمه قبايلي ضلع کې ځایي خلکو او په خپله حکومتي چارواکو منلې وه د ځمکې په سر شخړه جوړه شوې او تاوتریخوالی د سیمه يیزه ټولنو( شیعه او سني) ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړی وو.
د سیمې نه یو ځایي خبریال ناصر حسین وویل د جګړې له امله بازارونه، مارکیټونه، سکولونه او د ګاډو تګ راتګ تړل شوی وو.
د بره کورمې مرستیال کمشنر حفیظ الله ويلي وو د فریقېنو ترمنځ د خبرو دپاره جرګه روانه وه او جرګې ته حکومت ملاتړ ترلاسه وو..
د کورمې قبایلي ضلعې پولیسو مشر محمد عمران دفتر چارواکو ويلي وو، په څلور ځایونو تري مینګل او پیاواړ، کونځ عليزی او مقبل،بلیشخېل او کرمان او بادامه سیمو کې د بیلا بیلو قبیلو ترمینځ جګړه روانه وه.
یاده جګړه د جمعې په ورځ پېل شوې وه. د خالي په ورځ چارواکو ویلي وو د دواړو قبیلو ترمینځ د ځایي مشرانو د لارې اوربند شوی او د امن تیګه ایښودل شوې وه.