د بلوچستان د جېلونو انسپېکټر شجاع الدین کاسي وايي، د چمن جېل له تښتېدلو بندیانو څخه دوه نور هم نیول شوي دي.
بندیانو پنځلس ورځې مخکې، د لوی اختر په ورځ د چمن جېل مات کړی وو او ۱۷ تنه بندیان ترې تښتېدلي وو چې یو بندي له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی و او دوه نور په ژوبل حالت کې نیول شوي وو.
کاسي له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د چمن جېل د نوې ودانۍ په جوړولو دې کار پیل کړي.
تفصيل د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭت کې