د پاکستان پوځ په يو بيان کې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان په شتون او په ازاده توګه د دوی په فعاليتونو اندېښنې ښودلي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان پوځ په يو بيان کې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان په شتون او په ازاده توګه د دوی په فعاليتونو اندېښنې ښودلي دي. پاک پوځ د طالبانو موقتي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دوحې تړون ترمخه دې په سمه توګه ګامونه واخلي چې د دغې هېواد خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان پوځ په يو بيان کې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان په شتون او په ازاده توګه د دوی په فعاليتونو اندېښنې ښودلي دي.

پاک پوځ د طالبانو موقتي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دوحې تړون ترمخه دې په سمه توګه ګامونه واخلي چې د دغې هېواد خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پوځ په بيان کې ويل شوي چې په پاکستان کې د ترهګرو په عملياتو کې د افغانانو ککړتيا بله مهمه د اندېښنې خبره ده.

دا ډول بريدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونه به ورته کلک ځواب ورکړي.

افغان طالبانو د پاکستان د پوځ دې بيان ته په ځواب کې تر دې دمه څه نه دي ويلي خو له دې وړاندې يې داسې تورونه تل رد کړي دي.

نور تفصيل د پېښور نه د ډیوې خبريال عبدالرزاق په رپورټ کې