په کراچۍ کې د رکشو او د ټيکسيانو ډريورانو د ګاډو چلولو د پاره د ګيس سلينډر په کارولو د بنديز خلاف احتجاجي مظاهره کړې.
ډريوران وايي، دوي که سلينډر استمعال نه کړي نو د تيلو لوړو نرخونو له کبله ورته ورځنۍ مزدوري نه پاتې کيږي.
بلخوا حکومتي چارواکو وار په وار ويلي چې دغه سلينډر د چوديدو خطر لري او په ګڼ شمير خلکو د دغو سلينډرو له لاسه ژوند بایللی.
تفصیل د ذوالفقار بيټنی په راپور کې.