څېړونکي:پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه ښیي چې د ترهګرۍ پر وړاندې نور د پښتنو زغم په ختمیدو دی

څېړونکي وایي وایي په پښتونخوا کې د باجوړ نه واخله تر وزیرستانه پورې دترهګرۍ اؤ ناامنۍ پرضد د پښتنو ولسي پاڅونونه ښایي، نور د سیمې اوسیدونکي ترهګري نه شي زغملی.

دڅېړونکو وینا ده چې اوس خبره د معاشي خرابو حالاتو په ځایې د سر د تحفظ پیدا شوې ده اؤ دا د ریاست ذمه واري ده چې هر وګړي ته د سر و مال تحفظ ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان خپله یوه وینا کې پښتونخوا کې دترهګرۍ مخ په زیاتیدونکو پېښو باندې اندیښنه ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دپښتونخوا خلکو کې دترهګرۍ روانې څپې غصه پیدا کړې ده.

عمران خان ویلي وؤ "که مونږ په ترهګري زر قابو ونه مونده، او دا سیوا شوه. نو هلته د پښتونخوا خلکو کې چې زه کومه غصه وینم، هغه به نوره هم سیوا شي"

د عمران خان په خبره "زه څوک ,یرول نه غواړم. خو که دغه غصه کې نوره اضافه وشوه. او ترهګري هم سیوا شوه نو پاکستان چې وړاندې نه کومو معاشي ستونزو سره مخ دی. آیا داسې حالاتو کې به مونږ ترهګرۍ سره مقابله وکړی شو؟"

د پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر او څیړونکی اخترعلي شاه وایس آف امریکا ډیوه ته دې لړ کې وایي
د ریاست بنیادي ذمه واري داده چې هغه به هر وګړي ته د ځان، مال او عزت تحفظ ورکوي اؤ کوم ریاست چې دې کې ناکامه وي، هغه بیا ریاست نه دی. هغه ته ناکامه ریاست ویل کیږي.

ښاغلی اختر علي شاه وایي د باجوړ نه واخله تر وزیرستانه پورې د پښتنو بیلا بیلو سیمو کې ولسي پاڅونونه ښایي، نور د سیمې اوسیدونکي ترهګري نه شي زغملی اؤ دوي اوس خپلو هر رقم غونډو کې په جار ددې څرګندونې هم کوي.

څو ورځې وړاندې باجوړ کې ځانمرګي برید کې د وژل شوي یو تن دجنازې په مهال ځایي سیاسي مشر مولانا خان زیب ویلي وو "څو کاله مخکې چې دا عذاب راغلو، ټولو ددې وطن نه کډې کړې وې. نن راسره یو لوظ وکړئ چې نورې به دلته نه کډې نه کوو. دلته به ټینګیږو او مقابله به کوو"

بل پلو ته امکان لري، راروانه اوونۍ کې وفاقي حکومت ختم او نګران حکومت دملک داقتدار واګې ترلاسه کړي.

خو ځیني کارپوهان دریځ لري چې د هیواد خراب اقتصادي حالات شاید عمومي ټاکنو کولو کې خنډ جوړ شي. چې ورسره به ترهګري نوره هم سیوا شي.

خو ځیني څیړونکي بیا وایي دکال 2008دوه په څېر حالاتو او بیا 2013م او 2018م کې چې ټاکنې کیدای شوې نو اوس ولې نه شي کیدای؟

څېړونکی اختر علي شاه وایي.کوم سیاسي مشران چې دا خبره کوي. دوي اولس نه تیښته کوي.

"ته ولې د خلکو نه تښتې. دا چې کومه ګډوډي ده. دې د پاره ضروري ده، چې حکومت سره د خلکو اصلي واک وي. هم دغه حکومت به صحیح فیصلې کولی شي"

هغه وایي اوس هم حکومت کې ناست او حکومت نه بهر ټول ګوندونه په موجوده حالاتو اندیښمن دي. خو ددې نه د خلاصي هم دغه لار ده چې ټاکل شوي اولسي استازي د ترهګرۍ په ضد په جوړو قوانینو او منصوبو صحیح عمل وکړي.