د پاکستان په سيند صوبه کې يو خبريال په ډزو وژل شوی

جان محمد مهر

د پاکستان د سيند صوبې په سکهر سيمه کې د سندهي نيوز چېنل خبريال جان محمد مهر نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی. د خبريال د وژنې ضد صحافيانو د ماتم او قاتلانو د نیولو دپاره په ټول ملک کې د احتجاجونو کولو ويلي دي.

د سکهر پرېس کلب پخواني مشر او خبريال لاله اسد پټان د اتوار په ماسخوتن په اېکس يا پخواني ټويټر اول په جان محمد مهر قاتلانه حمله کې د ژوبلېدو او بيا د وژنې خبر ورکړی او د ماتم او احتجاجونو اعلان یې کړی دی.

د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په ورځپاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه، د سکهر پوليسو مشر [اېس اېس پي] سنګهار ملک ويلي، د برید لامل شخصي شخړه معلوميږي.

پوليس چارواکو ویلي د بريد کوونکو لټون، او پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.

خبريال رياض سهېل ویلي، "د سيند پوليسو اعزاز دی په 15 دقيقو کې وویل د صحافي جان محمد مهر وژنه د ذاتي دښمنۍ نتيجه وه".

د پاکستان د بهرنيو چارو مخکيني وزير او پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د خبريال جان محمد مهر په وژنه د افسوس څرګندونه کړې او پوليسو نه یې د وژل شوي خبريال د قتل د زمه وارو منتطقي انجام ته رسولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې د جرنلسټانو د حقونو تنظيم فریډم نېټ ورک سږ کال د مې په میاشت کې خپور کړي کلني رپورټ کې ويلي وو، د کال 2022م د مې د میاشتې نه تر مارچ 2023م پورې په پاکستان کې جرنلسټانو او په مطبوعاتي ادارو کې کار کوونکو ته د ګواښونو او په هغو د بریدونو لږ تر لږه 140 پېښې رپورټ شوې وې.

فريډم نېټ ورک د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې [درېمه مې] په مناسب خپور کړي کلني [د 11 مياشتو] رپورټ کې ویلي وو، په وروستيو مياشتو کې پاکستان کې د مطبوعاتو دپاره ماحول نور خطرناک او د تاوتريخوالي ډک شوی او د شمېرو ترمخه په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ سرغړونې د کال 2021-22 د 86 پېښو په مقابله کې په کال 2022-23 کې 140 ته رسېدلي او د کال په سر پکې 63 فيصده زياتوالی شوی دی.

د فريډم نېټ ورک د تېر کال يو رپورټ ترمخه د کال 2012 او 2022 ترمنځ موده کې د پاکستان دننه 53 صحافيان وژل شوي خو د قتل په دې 53 مقدمو کې يواځې دوه مجرمانو ته سزاګانې ورکړی شوي دي.

د صحافيانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز د کال 2022 په خپل راپور کې پاکستان د صحافتي ازادۍ په لحاظ سره د نړۍ د 185 هېوادونو په فهرست کې په 157 نمبر اچولی وو. د اوږدې مودې راهسې پاکستان په نړیواله کچه د صحافيانو لپاره خطرناک هېواد بلل کيږي.

پاکستان کې د خبريالانو تنظيمونه وار په وار وايي، که څه هم په پاکستان کې په مرکزي کچه ا و سیند صوبه کې د صحافيانو د تحفظ لپاره ځانګړي قوانین جوړ کړی شوي خو بيا هم صحافيان غېر محفوظ دي.