"زمونږ بچي که ژوندي وي او مړه کړي يې نه وي رادې یې کړي او که مړه کړي يې وي قبر دې یې راکړي هډوکي دې یې راکړي مونږ [د حکومت نه] دغه غواړو، د خوار غريب بچي ورکيږي د مالداره بچي کله هم نه ورکيږي". د مومندو د بې درکه زوی مور سيد پري دغه خبرې وي او اې ډيوه ته په ژغوړني غږ کې کړي دي.
سيد پري وايي، "د حکومت نه دغه غواړو چې مونږ له خپل بچي راکړي اوړه نه غواړو غوړي نه غواړو". هغې زياته کړه کونډې او ماشومان ورته پاتې دي سخت په تکليف او خفګان کې ژوند کوي.
د مومندو کونډه سيد پري وايي "د نهو کالو راهسې یې يو زوی، دوه وروڼه او لېورزی ورک دي، خاوند او زوی یې په سعودي عرب کې وو، خاوند یې په سعودي عرب کې مړ وو، زوی یې د سعودي عرب نه راغلی او دلته بې درکه کړی شوی وو".
هغه وايي، د کورنۍ بې درکه غړي یې په 2014م کې د پېښوراو کراچۍ نه اوچت کړی شوي دي.
د دغه کورنۍ بي بي هوا په ناويتوب کې د خاوند بې درکه کېدو وروسته د ذهني ناروغيو ښکار شوې، د خبرو کولو جوګه نه ده پاتې غرېو نيولې او د خپل خاوند د راخوشي کولو خواست کوي.
د سيد پري د ليورزي او بې درکه شوي تن امان الله پلار چمني کاکا وي او اې ډيوه ته ويلي، "د الله اسرې ته ناست يم ظلم راسره کيږي، زوی مې د سعودي نه راغلی درې ورځې یې په کاله کې تېرې کړې، ناوې ښځه ترې پاتې شوې، زه اوس په دې ښځه څه وکړم ماته خو دې څوک لاره راوښايي، ښځه یې وايي بابا څنګه چل دی ته منډې نه وهې، زه وېم منډه په څه ووهم ما سره د يوې روپۍ درک نه نشته".
ياده کورنۍ وايي، دوي هم د نورو بې درکه کسانو د کورنيو په څېر د پاکستان د حکومت لخوا د بې درکه کسانو د معلومولو د پاره جوړ کمېشن ته خواست کړی خو لا تراوسه يې دوي ته کوم درک نه دی ورکړی.
د بشري حقونونو کارکوونکي وايي په پاکستان کې اوس هم خلک په زوره بې درکه کيږي، د دوي په وېنا دا خلک په غېر قانوني توګه په حراستي مرکزونو کې ساتل کيږي، او دغه عمل د بشري حقونو پر ضد دی.
د پاکستان حکومتونه وخت په وخت دعوې کوي چې د بې درکه شوو خلکو دپاره کمېشن جوړ کړی شوی او د دغو خلکو په راخوشي کولو يا معلومولو کار روان دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ او بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوونکي وايي، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د زرګونو په شمېره کې خلک په زوره بې درکه کړی شوي دي.
خو پاکستان کې په زوره د بې درکه شوو کسانو معلومولو دپاره د پاکستان د حکومت جوړ سرکاري کمېشن په وېبپاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه د روان کال 31مې جنورۍ پورې کمېشن ته د 9294 کسانو د بې درکه کېدو کېسونه رجسټرډ شوي، 3804 خوشي کړی شوي او د 241 مړي موندل شوي او 623 په بند کې دي.
د کمېشن د شمېرو ترمخه په بې درکه شوو کسانو کې تر ټولو زيات 3380 په خېبرپښتونخوا کې، په دويم نمبر 2192 په بلوچستان کې، په درېم نمبر په سيند کې 1759 او تر ټولو کم 1551 په پنجاب کې بې درکه دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو، پښتنو او بلوڅو لادرکه کسانو دپاره مبارزه کوونکي د خلکو په زوره بې درکه کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا نيوکې بيا بيا رد کړي دي.
پوځ دريځ لري کېدی شي چې ورک تنان د بلوڅ بېلتون پاله وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، د امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او يا بل هېواد ته تښتېدلي وي.