په پاکستان کې د بجلۍ د نرخونو زیاتېدو او په مجموعي توګه ګرانۍ د ھرې شعبې د خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی.
د بجلۍ د ګرانېدو او د ټول په ټوله ګرانۍ پر ضد د ملک د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم خلکو احتجاج کړی او ویلي يې دي که حکومت يې خبره ونه مني نو دوی به خپل احتجاجونه نور هم وغزوي. د
پاکستان حکومت د بجلۍ جوړونکو کمپنیو قرضدارہ دی او حکومت به راوان کال په آزاد ډول بجلۍ جوړونکې کمپنيو یا ايي پي پيز ته شاوخوا دوه ټریلینه روپۍ ادا کوي.