په کراچۍ کې د تېرو درېو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د نيولو لړې تيزه شوي
کډوال تور لګوي چې پوليس هغه افغانان هم نيسي چې قانوني اسناد لري او ترينه د روپو غوښتنه کوي.
پوليس دغه تورونه ردوي او وايي چې يوازې هغه افغانان نيسي چې ورسره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه وي.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو نيول وروسته له هغې زیات شوي چې د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري درې ورځې وړاندې ويلي وو غېر قانونه افغانان دې په خپله وځي کنه پرضد به یې عمليات کيږي.
په کراچۍ کې د ډيوه خبريال ذوالفقار بېټني له افغان کډوالو سره په دې اړه خبرې کړې.