ملګري ملتونه: د اسرایل د بمباریو له کبله د غزې پټۍ نیژدې دوه لکه 64 زره خلک بې ځایه شوي‌ دي

ملګري ملتونه وايي، په غزې پټۍ کې د اسرایلي پوځ په هوایي، مځکنیو او د سمندر له لارې سختو بمباریو کې تر دوه لکه 63 زره ډېر خلک له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته د پناه لپاره تېښتې ته اړ شوي دي، وایي دا لړۍ لا هم روانه ده او د خلکو د بې ځایه کېدو شمېر په زیاتېدو دی.

د اکتوبر پر اوومه چې حماس ډلې پر اسرایل ناڅاپي بریدونه پیل کړي، له هغه راهیسې اسرایلي پوځ پر غزه باندې جوابي بمبارۍ پیل کړې دي، چې له کبله په روانه سخته جګړه کې دواړو خواوو ته زرګونه کسان وژل شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د سه شنبې- نهې په ورځ په خپل تازه رپوټ کې ویلي، "له غزې پټۍ په تېرو 24 ګنټو کې زیات خلک کډه شوي، تر دوه لکه 63,934 ډېر خلک بې ځایه شوي‌ دي".

اوچا وایي په دغو بې ځایه شویو خلکو کې تر یو لک 75,486 زیاتو خلکو د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (یو این آر ډبلیو اې) په 88 سکولونو کې پناه اخیستې دي، خو وایي‌ 3000 د تېرو جګړو له کبله بې ځایه پاته دي.

اوچا د فلسطیني چارواکو په حواله ویلي، د اسریلي پوځ په بمبارۍ کې تر 1000 زیات کورونه تباه شوي او 560 یې دومره سخت زیانمن شوي چې د اوسېدو وړ نه دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی په غزه کې د هغو کسانو دپاره د لومړنیو اړتیا وړ موادو برابرول "په زیاتیدونکي توګه ستونزمن کیږي"، چې کوم خلک په خپلو کورونو کې بند پاته دي.

اسرایل د غزې له محاصره کولو وروسته سیمې ته د خوراکي توکو، اوبو، تېلو او بجلۍ بند کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وړمه ورځ خبرداری ورکړی چې دا حالت به په غزه کې له مخکې ناوړه بشري حالت نور خراب کړي.

د اسرایل پوځ وایي، د تېرې شنبې- خالي له ورځې راهیسې د حماس ډلې په بریدونو کې د وژل شویو اسرایلو وګړو شمېر 1,200 ته رسېدلی چې وایي‌ اکثر یې عام خلک دي او شاوخوا 2,700 ټپیان شوي‌ دي.

د اسرایلو د دفاعي ځواکونو ویاند لیفټیننټ کرنل جوناتن کونریکس وایي، د دوی غاړې ته چې د وژنو شمېر دومره زیات شوی دا په اسرایل کې دننه د روانې جګړې له امله نه دي بلکې په لومړیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو موندل شوي‌ مړي دي.

د فلسطین د روغتیا چارواکي وایي، پر غزه پټۍ د اسرایلي پوځ په جوابي بریدونو کې لږ تر لږه 900 کسان وژل شوي، چې په هغوی کې 260 ماشومان او 230 ښځې دي او 4,600 تنه ټپیان شوي‌ دي.

اسرایل د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، ځواکونو یې تر قوي مځکنیو بریدونو مخکې د غزې پولې ته له رسېدو سره په غزه پټۍ کې تېره شپه 200 هدفونه په نخښه کړي دي.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند پر غزې پټۍ د خپلو هغو هوايي بریدونو دفاع کړې چې د استوګنې ودانۍ پکې تباه شوې دي، هغه وایي دغه ځایونه قانوني پوځي هدفونه دي ځکه چې وایي حماس په قصد په ملکي ودانیو کې خپل عملیات ترتیبوي.