کار پوهان:د اسرایل او فلسطین د ستونزې هواري لپاره به ټولو خواؤ ته د ځکمنيو حقیقتونو منل وي

د اسرایل اؤ حماس د موجوده شخړې په هکله د نړیوالو اړیکو پوهان وایي د دې ستونزې پایداره هواری هاغه وخت امکان لري چې ټولې خواوې سیاسي او ځمکني حقیقتونو ته وګوري او تسلیم یې کړي.

اسرایل د زیارت-پنجشنبې په ورځ په غزه نوي بریدونه پېل کړې دي اؤ ویلي یې دي د حماس د واک لاندې سیمو باندې به بمبارۍ کې تر هغه وخته هیڅ کمی نه راولي ترڅو چې د حماس وسله والو 150 یرغمل کړي اسرایلیان نه وي خوشې کړي.

د کار پوهانو وینا ده چې د تیرو دیرشو کلونو راهسې منځني ختیځ کې د پایداره سولې لپاره د امریکا مشرۍ کې کوششونه روان وو چې د پیس روډ میپ یا د سولې د لارې نقشه یادیږي، دې کې تر ډیره پرمختګ هم شوی ؤ خو تیره اوونۍ د حماس له اړخه په اسرایل وسله وال برید دغو کوششونو ته زیان ورسولو.

د نړیوالو مطبوعاتو د رپورټونو له مخې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس بریدونو کې لږ تر لږه 1,200 کسان وژل شوي دي.

د یکشنبې- خالي په ورځ د حماس له بریدونو څو ساعته وروسته د اسرایلي پوځ لخوا په غزه هوایي بریدونو کې هم لږ تر لږه 1,350 کسان وژل شوي دي.

څیړونکي وايي، اوس به ټولې خواوې د یو بل شتون تسلیموي نو بیا به د موجوده ستونزې هواری ممکنه شي.

د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاذ پروفیسر ډاکټر خورشید احمد وایي د فلسطین اؤ اسرایل په روانه شخړه کې به حقیقتونو ته د حقیقت په سترګه کتل وي.

وي ای ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي خورشید احمد وویل" یو خلک وایي چې اسرایل دې نه وي په دغه زمکه باندې،که اسرایل ته وګورې نو هغه سعودي هم وایي حقیقت دی، یو ای اي هم ورته حقیقت وایي، ترکي یې هم د حقیقت په توګه مني، یوازې د ایران اسرایل سره کشالې روانې دي، هغه مصر اؤ نورو ډیرو مسلمانانو هیوادونو هم تسلیم کړی دی، انډیا هم منلی دی. چین غوندې ملک تسلیم کړی دی، مطلب دادی چې سیاسي حقیقت ته به د سیاسي حقیقت په نظر ګورې"

پوهان وایي د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته او بیا په خصوصي ډول تیرو دیرشو کلونو کې د نړۍ بیلا بیلو سیمو کې سیاسي کشالې د خبرو اترو له لارې حل شوې دي.

د اسرایل او فلسطین د موجوده شخړې په هکله هم پوهان نظر لري چې دې کې نړیوال غټ طاقتونه خپل کردار د دریم ګړي په توګه لوبولی شي خو دوي دواړه به د مسلې د حل لپاره ګام پورته کوي.

د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاذه پروفیسر ډاکټر صایمه ګل وایي دریم ګړی که څو هم د دوي مسله حل کول غواړي خو چې د دوي خپله د حل کولو اراده نه وي نو یو وړاندیز به هم کار نه کوي.

پروفیسر صایمه وایي کوم بارود چې دغې جګړې کې استعمالیږي د هغې اغیزې په چاپیریال منفي دي او تر کلونو کلونو به د تودوخې د اضافې باعث وګرځي.

ډیوه سره خبرو کې صایمه ګل وایي دواړه هیوادونه باید د خپلو پلوي ملکونو سره چې هغوي پکې خواخوږي لري، یا یې ورسره اړېکې برابرې دي هغوي نه دې دا معلومات وکړی شي چې دوي اخیر په یو ټیبل یا مېز کوم ځایې کې کښیناستی شي"که دغه جګړه روانه وي، مونږ وکتل په سلګونو خلق مړه شول او په زرګونو به زخمیان وي"

څیړونکي وایي نړیوالو ته به په سمدستي توګه د سولې پر ځای کولو لپاره یو ځل بیا کوششونه سیوا کول وي.

د پروفیسر ډاکټر خورشید احمد په وینا "امریکا لګیا ده. که وګورې نو امریکې په دې کې ډیر غټ رول ادا کړی دی، په هغې کې دا نه چې ګني امریکې د مسلمانانو د مرضۍ خلاف کړی دی. په هغې کې سعودي هم هغه سره شامل دی. په هغې کې قطر هم شامل دی. په هغې کې یو ای اي او ترکي غوندې ملکونه هم هغه سره شامل دي. او هغه لګیا دی په دغه روډ میپ باندې کار کوي. څوک وایي چې ټو سټیټ سلوشن دی"

نوموړی وایي د تل پاتې سولې پروسه خو په عمومي ډول د اوږدې مودې عمل دی. خو باید په سمدستي توګه ټول طاقتونه د سیمې دواړه خواوې مکمل ډز بندۍ ته چمتو کړي او د سیاسي خبرو د پاره د وخت اعلان وکړي.