د غېردولتي تنظيم په مرسته په پېښور کې نرښځیانو ته د جمهوريت (ولسواکۍ) او په مذهب کې د دوي د حقونو په اړه په "مفکوره" نومې سازمان کې يوه غونډه ترسره شوې ده چې پکې برخه لرونکو نرښځیانو ویلي دوي د جمهوري نظام او د خپلو حقوقو په اړه معلومات نه لري.
د غونډې د راجوړونکو وینا وه چې داسې غونډې د خپلو حقونو په اړه د نرښځیانو د پوهاوي د پاره ډيرې مهمې دي.
په پېښور کې میشت نرښځيان چې په ودونو او نورو خوشالیو کې د نڅا کولو د پاره مشهور دي، دوي کې اکثره له کورونو شړل شوي وي، بيا دوي خپل مېنځ کې رايوځاي کيږي او ژوند کوي، خو وايي د تعليم د کمي له وجې په جمهوريت او مذهب کې د خپلو حقونو څخه ناخبره دي .
د دغې غونډې یو برخه وال نرښځي ماهي ګل وي او ای ډیوه ته وایي"په جمهوريت کې خپله رایه ورکول کيږي، مونږ وپيژندو، چې هغې ته جمهوريت وايي، خو زمونږ چې کومه ټولنه ده، د هغوي د رایې په اړه څوک سوچ هم نه کوي، زمونږ د حقوقو په باره کې خو څوک خبره هم نه کوي"
ماهي ګل وایي که دوي جوماتونو ته د عبادت لپاره ځي نو هلته یې هم څوک نه پريږدي، که سکولونو ته ځي هم یې مخه نیول کیږي، په هسپتالونو کې یې هم ځای نه وي اؤ حال دا چې ټولنه د هغوي د وجود نه انکاري ده.
دا نرښځيان وايي چې په ټولنیز ژوند کې د نورو ډيرو کړاونو سره هم مخ دي، د بنيادي بشري حقونو نه ورکولو ترڅنګ دوي وژل کيږي او ځورول کيږي هم.
د نرښځيانو د اتحادي د شمېرو ترمخه تېر کال په خېبر پښتنخوا کې د ۱۲ نه زيات نرښځیان وژل شوي او وايي د دوي لخوا راټولې کړل شوې معلومې شمېرې ښيي تر اوسه په خېبر پښتونخوا کې نزدې سل نرښځيان وژل شوي دي.
د خواجه سراو په ژوند د "نانځک" نومې کتاب ليکونکی اؤ د مفکوره ټولنې مشر حيات روغانی وايي ،زمونږ په ټولنه کې په نرښځیانو خود ساخته قدغنونه لګول شوي دي چې دوي يې د بشري حقونو څخه محرومه ساتلي دي.
ډيوه سره خبرو کې هغه وویل" يو چاته، ته کرښه نه شې راښکلې چې ته به خپل خدایې چې ته يې پېدا کړی يې، او ستا عقيده ده چې ته يې پېدا کړې يې، ته به هغه په دې ځای کې يادوې او په دې ځای کې به يې نه يادوې، په دې حال کې به يې يادوې او په دې حال کې به يې نه يادوې، په دې خليه کې به یې يادوې او په دې کې به يې نه يادوې، دا خود ساخته دي، او مونږ څه حقونونو نه ځکه محرومه يو چې د هغې مونږ غوښتنه نه کوو، مونږ په هغه خبره باندې ودريږو نه، مونږ دا تپوس نه کوو چې زما د جومات نه، زما د خدايې د عبادت نه په کوم قانون ته ما منعې کوې؟"
دې غونډې ته په مذهبي چارو پوهه لرونکي نرښځيان هم ورغلې وو اؤ هغوي نه غوښتل چې خپل مخونه د کېمرې مخې ته څرګند کړي.
د غونډې منتظمې نيلم اپریدۍ ډيوه ته وویل هغوي ددې غونډې لپاره یاده موضوع ځکه انتخاب کړې وه چې دلته په ټولنه کې د نرښځيانو پرضد کوم عمل روان دی نو په دې دوي پوهول ضروري دي.
میرمن اپریدۍ وویل نرښځیان په دې پوهول ضروري دي چې دوي د پاره رياست څه کوي ، مذهب کې یې څه حقوق دي .
د هغې په خبره "زمونږ مذهب يو کامل مذهب دی، دوي له یې ډير حقونه ورکړي دي خو افسوس چې دلته جينکو ته خپل حقونه نه ورکړل کيږي نو خواجه سرا خو لا ډيره لرې خبره ده، نو دا ټوله غونډه مونږ د دې د پاره کړې ده"
په غونډه کې برخه لرونکي نرښځیان وایي، دوي خپل کار يوازي نڅا ګڼلو، خو د داسې غونډو د لارې ورته معلوميږي چې په ټولنه کې په جمهوري نظام او په مذهب کې ورکړل شوو حقونو د پاره هم خپل غږ پورته کولی شي.