غزې ته د مصر لار د مرستو لپاره پرانیستل شوې، ملګري ملتونه وایي "د ناورین حالت" دی او ډېرو مرستو ته اړتیا ده

پر اسرایل د حماس تر برید وروسته چې اسرایل د مصر او غزې پوله بنده کړې وه، د ملګرو ملتونو تر شدید ټینګار وروسته د انساني خواخوږۍ په بنیاد د خوراکي او نورو مرستو لپاره د رفح سرحدي لاره بیرته پرانیستل شوې ده او مرستو ته لاره ورکړل شوې ده.

اې پي د مصر د سرکاري‌ «القاهره» نیوز د خبر له مخې وایي په شاوخوا 200 ټرکونو کې تقریباً درې زره ټنه خوراکي توکي او نور شیان پر رفح پوله باندې په انتظار دي او نن د شنبې- خالي په ورځ 20 ټرکونه له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره غزې ته داخل شوي دي.

په دې مرستو کې له نورو شیانو سره سره خوراکي مواد، دوایانې او اوبه شاملې دي، د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش پرون دې پولې ته ورغلی وو او ویلي یې وو، "د [پولې] د دې دېوال شاته په غزه کې دوه میلینه خلک دي چې اوبه، خواړه، دارو درمل او تېل نه لري".

ملګري ملتونه وایي‌ دغه د مرستو ژوند ژغورونکي سامانونه به د وېشلو لپاره د فلسطین د ریډ کراس طبي ادارې ته ورکوي، خو د ملګرو ملتونو د خوراک د ادارې مشره سینډي مککېن وایي، دا مرستې کافي نه دي:

"په غزه کې د ناورین حالت دی، موږ نورو، نورو، نورو ټرکونو ته اړتیا لرو او پرله پسې مرستې غواړو".

په غزه کې شاوخوا دوه نیم میلینه ابادي وه، چې نیمایي یې د اسرایل په امر له خپلو کورونو کډه شوي او پاته نورو یې د پولې د بندېدو له کبله کافي خواړه نه لرل او ناپاکې اوبه یې څښلې.

غزې ته د مرستو ټرکونه په داسې وخت داخل شوي چې فلسطیني وسلوال اسرایل ته راکټونه ور غورځوي او په جواب کې یې اسرایلي ځواکونه لا هم په غزه باندې هوایي بمبارۍ کوي.

د غزې او مصر تر منځ رفح پوله سیمې ته د امریکې د ولسمشر جو بایډن، د برتانیې د وزیراعظم ریشي سوناک او د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش تر سفر او د یوې اوونۍ تر سفارتي هلو ځلو وروسته پرانیستل شوه.

اسرایل مخکې ټینګار کړی وو تر هغه به غزې ته هیڅ شی داخل نه شي چې تر څو حماس ډلې شاوخوا 200 یرغل ساتلي کسان خوشي کړي‌ نه وي، خو حماس تر اوسه یواځې دوې امریکایي مېرمنې پرون خوشې کړې دي.

په رفح پوله باندې د مصر خواته یواځې سلګونه له مرستو ډک ټرکونه انتظار نه کوي‌ بلکې د غزې غاړې ته په سلګونو بهرني پاسپورټ لرونکي‌ خلک هم په تمه دي چې مصر ته واوړي او له جګړې وتښتي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي په تېرو څلرویشت ګنټو کې د اسرایلي ځواکونو په تازه هوایي بمبارۍ کې 345 کسان وژل شوي او تر بمبارۍ وروسته د سیمې اووه روغتونونه تباه شوي او له کاره لوېدلي دي.

د حماس تر انتظام لاندې د غزې د کورونو وزارت وایي په غزه کې 30 فیصده کورونه تباه شوي او یا هم سخت زیانمن شوي دي، په دې کې د غزې ټولې تر بمبارۍ لاندې سیمې شاملې نه دي‌ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "د خاورو د نه لاسرسي وړ کوټې" بللې دي.

په عرب هېوادونو کې چې د اسرایلي بریدونو خلاف له څو ورځو احتجاجونه کېږي، دې ته په پام اسرایل د شنبې- خالي په ورځ خبرداری جاري کړی او خپلو خلکو ته یې امر کړی چې له مصر او اردنه ووځي او د عرب امارات، مراکش او بحرین په ګډون ځینو عرب او اسلامي هېوادونو ته له تلو ډډه وکړي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.