اقتصادي کار پوهان وایي پاکستان کې د تېلو بیعې غورځېدل به د پاکستان اقتصادي کړکېچونه زیات کړي

په پاکستان کې يوه اوونۍ وړاندې حکومت د تېلو نرخونه راکم کړي وو خو د معاشي چارو کار پوهان وايي د حکومت دا پرېکړه به د هېواد په اقتصادي حالت منفي اغيزې وکړي ځکه چې په نړیواله منډیي کې د خامو تېلو بیعې د اسرايل او فلسطين د جګړې له کبله لوړې شوې دي.

پوهان وايي ددې ګام له کبله به پاکستان د معاشي فشار لاندې راشي او تجارتي خساره به يې سېوا شي۔

د معاشي چارو پوهان وايي د پاکستان دحکومت له لوري د تيلو د نرخونو کمولو له امله به هېواد کې د پټرولو طلب يو وار بيا سېوا شي او حکومت به له مجبوریته تېل په لويه کچه راغواړي چې په نتيجه کې به یې هېواد کې د ډالرو ذخيره کمه شي او نيغه په نيغ به يې اغېزې د ملک په اقتصاد کیږي۔

اقتصادپوه ډاکټر فهيم نواز وایي حکومت چې په دې وروستیو کې د تېلو نرخونه غورځولي، د دې له کبله به هیواد کې د تېلو طلب نور هم زیات شي اؤ بهر نه د تېلو د ضرورت پوره کولو لپاره به پاکستان زیاتو ډالرو ته اړتیا ولري .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل " مډل ايسټ کې جنګ هم روان دی نو ظاهره ده مونږ ته چې کوم تېل رارسیږي هغه به هم کميږي ،چې رسد کم شي د هغي به نتيجه څه وي پاکستان به ګران تېل د بهر نه راوړي، په روپۍ به بيا دباو زياتيږي د پاکستانۍ روپۍ قدر به کميږي او پاکستان کې به ګراني ډيره زياته راځي"

اقتصاد پوهان وايي که حکومت د تېلو نرخ په ځای ساتلی وای نو د تيلو طلب به کم وو او په روپۍ به فشار کم پاتي شوي وو.

پاکستان کې د تېرې څه مودې راهسې پرله پسې د تېلو بیعې په بره روانې وې خو د رواني مياشتي په شپاړلسمه نيټه د پاکستان حکومت د یو پټرول پټرولو نرخ 40 روپۍ او د ډيزلو نرخ 15 روپۍ غورځولی وو.

د پاکستان د خزانې وزارت ویلي وو، په نړیوال مارکيټ کې د تېلو ارزانېدو او د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ د قدر ښه کېدو له امله تېل ارزان کړی شوي دي .

د نوو قيمتونو ترمخه، د 40 روپو ارزانېدو سره يو ليټر پټرول د 323.28 روپو نه 283.38 روپو ته راکم شوي دي او ډيزل يو ليټر 15 روپۍ ارزان کړی شوي چې ورسره یې د يو ليټر قيمت د 318.18 روپو نه 303.18 روپو ته راټيټ شوی دی۔

اقتصاد پوهان وايي نړیوال مارکیټ کې د تېلو د بیعو لوړېدو له امله به پاکستان ته راتلونکي کې معاشي ستونزې سيوا کيږي ځکه چې پاکستان اتيا فيصدي تېل د بهرنیو هیوادونو نه راغواړي۔

پروفېسر سجاد احمد جان وي او ای ډيوه ته وایي"دلته کې د انټرنيشنل مارکيټ نه ته تيل ګران اخلې يا ډالر بره وخيژي نو بيا ګراني راشي د هغې ګرانۍ په وجه باندي ستا دلته کې سود چې دی، انټرسټ ريټ هغه زيات شي نو د هغي په وجه باندي ستا اکانومي باندي چې کوم ګروت ريټ دی هغه لاندي ځي هغه چې لاندي لاړ شي دهغي په وجه باندي بي روزګاري زياته شي دا ډېر کړکیچن صورتحال دی‘‘

په نړیوال مارکیټ کې د اسرایل او حماس ترمنځه د روانې جګړې په نتیجه کې د خامو تیلو بیعه د یو بيرل پسر درې ډالره نوره زیاته شوې دا وخت په نړیوال مارکیټ کې دبرینټ کروډ ایل بيعه 92.16 ډالره او ډبلیو ټی آئ بيعه 88 ډالره ده .

په پاکستان کی د پیسو دتبادلې اتحادیه وایي روانه اوونۍ د پاکستاني روپۍ په مقابله کې ډالر یوه روپۍ او اتلس پیسې ګران شوی او په پرانستي مارکیټ کې یو ډالر په 180 روپو خرڅېدو.