د چمن او سپین بولدک پر لار د سفر لپاره د پاسپورت د لازمي کېدو پر خلاف په چمن کې احتجاجي پرلت د نهې یا سې شنبې په ورځ هم دوام درلود

Your browser doesn’t support HTML5

د چمن او سپین بولدک پر لار د سفر لپاره د پاسپورت د لازمي کېدو پر خلاف په چمن کې احتجاجي پرلت د نهې یا سې شنبې په ورځ هم دوام درلود احتجاج کونکو ویل تر څو چې د پاکستان حکومت د پخوا په څېر د پاکستان په شناخت کارډ او د افغانستان په تذکره د سفر اجازه ور نه کړي نو دوی به خپل احتجاج ختم نه کړي.

د چمن او سپین بولدک پر لار د سفر لپاره د پاسپورت د لازمي کېدو پر خلاف په چمن کې احتجاجي پرلت د نهې یا سې شنبې په ورځ هم دوام درلود

دغه پرلت د سیاسي او مذهبي ګوندونو او د سوداګرو لخوا جوړ شوی.

احتجاج کونکو ویل تر څو چې د پاکستان حکومت د پخوا په څېر د پاکستان په شناخت کارډ او د افغانستان په تذکره د سفر اجازه ور نه کړي نو دوی به خپل احتجاج ختم نه کړي.

تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.