د کډوالو د ویستلو پرېکړې د نورو هېوادونو وېزو ته په تمه پاکستان کې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي

د پاکستان له لوري هیواد نه د بې اسناده کډوالو د ویستلو لپاره ورکړل شوي مهلت کې یوازې درې ورځې پاتې شوې دي خو د وړومبي نومبر رارسیدو سره سم په اسلام اباد کې میشت هغه افغان کډوال زیات اندېښمن دي چې انګلستان یا نورو هیوادونو ته د تګ په هیله وېزو ته په تمه دي.

د پاکستان له لوري په ناقانونه توګه میشت کډوالو ته ویل شوي چې د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې باید پخپله خوښه له هیواده وځي اؤ که داسې ونه کړي نو د نومبر د وړومبۍ نېټې نه به یې پرضد قانوني عملیات پیل شي اؤ له هیواده به وویستل شي.

دپاکستان دې اعلان په لکونو افغان کډوال فکرمند کړي خو په دوي کې بیا هغه افغانان زیات اندېښمن دي چې د تېرو دوؤ کالو راهسې کوم دریم خوندي هیواد ته د تګ په هیله پاکستان کې شپې سبا کوي اؤ ویزو ته په تمه دي.

سرچینې وایي پاکستان کې دمیشت ګڼ شمیر افغانانو د ویزو ترلاسه کېدو عمل په وروستي پړاؤ کې دی اؤ که په داسې حال کې هغوي له پاکستان په زور ویستل کیږي نو کوم دریم خوندي هیواد ته د اوښتو چانس به له لاسه ورکوي.

دا مهال پاکستان کې په میشت دې افغانانو کې دسلګۍ احساس په څېر هغه خبريالان هم شامل دي چې د خپل ژوند ژغورنې دپاره په پناه اخستو محبوره شوې دي ۔

خبریاله سلګۍ احساس وي وی ای ډیوه ته وایي،هغه اشخاص چې امنيتي مشکلات لري او نه شي کولی افغانستان کې ژوند وکړي ،له محبوريته دلته راغلي اؤ اوس باید نړۍ دوي ته پام وګرځوي اؤ څومره زر چې کیدای شي دوي ته باید نورو هیوادونو ته د اوښتو لپاره وېزې ورکړل شي.

د اسلام اباد په ارزان بېعه سکټرو او يا هوټلونو کې مېشت کډوالو کې زيات هغه کسان هم دي چې د طلبانو په زور له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې موجود د UNHCR دفتر او يا د نورو قونصلګرو دلارې يې خوندي هېوادونو کې پناه اخستو لپاره خواستونه کړي دي ۔

انګلستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په افغانستان کې د تېر نظام له سقوط وروسته یې ګڼ شمیر افغانان خپل هیواد ته انتقال کړي اؤ او وړمه ورځ يې هم د پاکستان څخه 132 افغان کډوال لندن ته رسولي دي ۔

پاکستان کې دملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو این ایچ سي ار) وياند قېصر اپریدی وايي انګلستان يوازې د هغو تنانو لندن ته د رسولو پلان لري کوم چې دوي خپله رجسټرډ کړي خو دوي غواړي نور هېوادونه هم د افغانستان څخه راوتلو کډوالو ته د پناه ورکولو عمل کې برخه واخلي ۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي قیصر اپریدی وویل "نو دغه خلک د شروع نه دوي رجسټرډ کړي او اوس زما په خيال دوي فېصله وکړه چې هغه خلک کومو چې انګلستان سره کار کړی وي يا نور داسې کوم خلک وي چې خطر سره مخ وي او ورسره رجسټر وي۔ نو دا هم هغه خلک دي چې انګلستان يې ددې ځايه وباسي"

په کال 2021م کال چې طالبانو په زوره په کابل قبضه وکړه نو په لويه شمېره افغانان د کابل هوايي ډګر څخه په بيړني حالت کې پاکستان ته رسېدلې وو خو بيا ډېر د چمن او تورخم پولې له لارې هم دپاکستان بیلابیلو سیمو ته رارسېدلي وو ۔

سلګۍ احساس وايي دوي دغه دوه کلونه د ډېر تکليفونو سره هم په دې هيله تېر کړل چې ورته به خوندي هېوادونه وېزې ورکړي ۔

دهغې په خبره "ډېر افغانان خو راغلي هم په دې هيله او تمه وؤ چې يوه ورځ به دوي نورو هېوادونو ته لاړ شي خو متاسفانه چې زياتره يې اوس هم دلته پاتې دي او کم يې تللي دي "

د پاکستان دحکومت له لوري د بې اسناده کډوالو د ويستلو له پرېکړې وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن او د کډوالو د ادارې تر څنګ ځېنو هېوادونو هم کډوالو ته د وتلو لپاره د ورکړل شوې نېټې د غځولو غوښتنه کړې ده خو د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي تېره ورځ ویلي وؤ چې ددې نېټې د غځولو امکان نه شته اؤ د وړومبي نومبر نه وروسته به پاکستان کې په غیرقانوني توګه د میشت کډوالو لپاره ځای نه وي