کرکټ ورلډ کپ: د افغانستان لوبډله په یوه مهمه سیالۍ کې د اسټریلیا مقابلې ته ځي

د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو کې نن د نهې/سه شنبې په ورځ، د افغانستان او اسټرېلیا لوبډلې سره مخامخ کېږي. دا مهمه سیالي به د پاکستان په وخت ماسپښن یوه نیمه اؤ د افغانستان په وخت یوه بجه، د هند په ممبۍ کې پېل کیږي.

که چرې افغانستان ننۍ سیالي وګټي نو د ورلډ کپ سیمې فاینل ته رسېدل به یې ډېر ممکن شي، خو د افغانستان ګټه به سیمي فاینل ته د پاکستان د رسېدو لاره کې مشکلات پېدا کړي.

د دغې مهمې لوبې نه یوه ورځ وړاندې، د ګل/دوشنبې په ورځ د هندوستان د کرکټ مشهور اتل سچن ټنډولکر د افغانستان لوبډلې کېمپ ته ورغی او له افغان کرکټ لوبغاړو سره یې ولیدل.

د افغانستان کرکټ بورډ له افغان لوبغاړو سره د سچن ټنډولکر تصویرونه او ویډیوګانې خپرې کړي، او دا یې ویلي چې ټنډولکر په دې لیدنه کې "د سږکال په ورلډ کپ لوبو کې د افغان اتلانو وروستۍ کامیابي وستایله او هغو سره یې خپل خورا ارزښتمن نظریات شریک کړل."

افغانستان په وړومبي ځل په ۲۰۱۵ کال کې پنځوس آوره ورلډ کپ سیالیو کې شامل شو. سږ کال یې تر اوسه په ورلډ کپ کې څلور لوبې ګټلي او درې آخري لوبې یې پرله پسې ګټلي دي، مګر لا یې هم سیمي فاینل ته تګ ندی یقیني شوی.

باید وویل شي چې اسټرالیا په نړیوال کپ کې له اوو لوبو څخه پنځه ګټلي او دوه یې بایللي او د پواینټونو به ټېبل دریم مقام لري.

افغانستان د نړیوال کپ په روانو سیالیو کې له اوو لوبو څخه څلور ګټلي او درې یې بایللي او د پواینټونو په ټېبل یې شپږم پوزیشن دی.

افغانستان د لوبډلې دوه، او د پاکستان او نيو زیلېنډ لوبډلو يوه يوه سيالي پاتې ده.

که د افغانستان لوبډله خپلې پاتې دواړه سيالۍ چې د جنوبي افريقې او اسټریليا سره دي، ګټي نو سيمې فاينل ته رسېدلی شي خو که يوه ګټي نو رن رېټ به ورته ښه کول وي، بيا هم چې پاکستان او نيو زيلېنډ خپلې سيالۍ وبايلي.

بل لور ته چې د نيوزيلېنډ رن رېټ د پاکستان نه زيات دی، که چرته خپله پاتې يوه سيالي د سري لنکا نه ګټي نو پواينټونه یې لسو ته رسي او نور ښه کيږي، خو بيا به پاکستان ته انګلېنډ ته په ډېرو رنزونو ماتې ورکول وي ورسره چې د نيوزيلېنډ او سري لنکا ترمنځ سیالي سري لنکا وګټي.

پاکستان بيا په هغه صورت کې مخکې تلی شي چې د انګلېنډ نه په ډېرو رنزونو سیالي وګټي.