څېړونکي: پاکستان د ټي ټي پي پرضد د افغان طالبانو لخوا د ګامونو د نه اخېستل کېدو زور له کډوالو وباسي

څيړونکي وايي، د افغان کډوالو د ویستلو او په پاکستان کې په وروستيو کې د ترهه ګرۍ د سېوا شوؤ پېښو له امله د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

دوی وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د ټي ټي پي پر ضد د ګامونو نه اخستل کېدو په غبرګون کې پاکستان ټول قهر په افغان کډوالو وباسي چې دا به په راتلونکي کې ډيري بدي اغيزي ولري.

په تيرو څو لسيزو کې د رواني بد امني پرمهال د پاکستان د رياست پاليسۍ او کړنې د وخت له تيرېدو سره بدليږي رابدليږي خو څېړونکي په دې نظر دي چې په افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو سره پاکستان هېلې لرلې چې هغوی به د ټي ټي پي پر ضد ګامونه واخلي خو چې دا هېلې یې پوره نه شوې نو اوس زور په پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو نه وباسي.

د پيښور پوهنتون د جرنلزم د څانګي د استاد عرفان اشرف په وینا "مونږ دا وارې وکتل چې رياست وايي زمونږ رجحان بدل شوی خاصکر د ټي ټي پي اړخ ته، چې کله نه افغان طالبانو رياست ته دا ويلي دي چې دوي د ټي ټي پي حوالي سره ګامونه نه شي اخېستي کوم چې پاکستان غواړي نو په دي وخت د رياست په رجحان کې جارحيت روان دي "

هغه وایي دا مهال په افغانستان کې نه یوازې د طالبانو د حکومت په اړه پاکستان يو سخت دریځ خپل کړی بلکي له ټي ټي پي سره د مذاکراتو کولو نه هم انکار کوي اؤ په دغسې حالت کې بیا پاکستان یوه اسانه لاره دا ګڼي چې په افغان کډوالو فشار واچوي.

د رپوټونو ترمخه پاکستان چې کله نه د افغان کډوالو د هېواد نه د ویستلو لړ‎ی پیل کړ‎ې ده له هغې راپدیخوا تراوسه دري نيمو لکو نہ نیولي تر څلورو لکو پورې افغان کډوال خپل هیواد ته بېرته ستانه شوي دي.

څيړونکي وايي د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د ټولو کشالو د هواري يوازینۍ حل لاره خبري اتري دي.

څېړونکي په دې اند دي چې د پاکستان موجوده نګران حکومت د افغانستان په هکله په رياستي کچه کومي تندې پاليسۍ خپلې کړې دي هغه د نګران حکومت د واک یا صلاحیت نه پورته دي اؤ دا به ډیرې بدې اغېزې ولري.

خبریال محمود جان بابر له ډیوه سره خبرو کې وایي د نګران حکومت اساسي ذمه واري هیواد کې عام انتخابات کول دي.

هغه وایي که چېرې نګران حکومت د اليکشن نه دوه دري قدمه مخکې ځي نو ورته ويل پکار دي چې ته دي کار دپاره نه يې راوستل شوی .

د ښاغلي بابر په وینا "دلته پاکستان کې او د دي پشان د نورو ملکونو غټه مسله دا ده چې ډير کسان د يو کار دپاره وي خو هغوي سل کارونه نور کوي زمونږ مسلي به هله حل کيږي چې کوم کس د کوم کار دپاره وي باید هم هغه کوي"

څيړونکي وايي که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهه ګرو پرضد کوم جدي ګامونه نه اخلي نو بيا به پاکستان سره راتلونکي کې سيمه یيز هېوادونه هم د طالبانو په حکومت فشار راوړي.

د پاکستان حکومت له ټی ټی سرہ وخت پہ وخت مذاکرات کړ‎ي خو دغه خبری اتری بیا اکثرہ ناکامه شوې دي او له مذاکراتو وروسته د پاکستان حکومت او پوځ د وسلوالو پرضد عملیات کړ‎یدی.

خبریال رفعت الله اورکزی وايي ریاست هغه شان سنجیده نه لیدل کیږي لکه څنګه چې ورته سنجیدګي ښودل پکار ده .

ډيوه سره خبرو کې ښاغلی اورکزی وایي ریاست چې کله عملیات کوي اؤ که مذاکرات کوي د وقتي طور د سوچ په اساس یې کوي ځکه د ناامنۍ دا ستونزه نه حل کیږي اؤ "حل یې یوازې په مذاکراتو کې دی"

پاکستاني چارواکي تور پوري کوي چې سږ کال په پاکستان کې کومي څلورویشت خودکش چاودني شوي په هغي کې دیارلس کسان د افغانستان وو.

پاکستاني چارواکي دا تورونه هم لګوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کارول کيږې او ټي ټي پي ته هر ډول کومک هم د اٖفغانستان نه ترلاسه کيږې خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت دا تورونه وار په وار رد کړي دي او دريځ لري چې هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرضد وکاروي.