پاکستان افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی که په انتخاباتو کې یې لاسوهنه وکړي وبه شړل شي

د پاکستان حکومت په هیواد کې مېشتو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د انتخاباتي کاندیدانو د ملاتړ او يا مالي مرستو څخه دې په ډډه اوسي او که چېرې هم افغان کډوال په داسې چارو کې په لاس لرلو معلوم شو پر ضد به يې کاروايي کيږي.

د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې- نهې په ورځ په یوه لنډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړو لپاره د راروانو ټاکنو مخکې په هر ډول سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې څه قسمه برخه اخيستل او یا هم د کنديدانو ملاتړ کول غیر قانوني دي.

وزارت وایي‌ هغه څوک چې په داسې عمل وليدل شي له پاکستانه به بيرته شړل کيږي، دا خبرداری یې اسناد نه لرونکو او رجسټر ټولو افغانانو ته ورکړی دی.

د پاکستان له لوري د دغه خبرداري په اړه وي او اې ډيوه د افغان طالبانو له چارواکو او په پاکستان کې د کډوالو د استازو د نظر معلومولو هڅه هم وکړه خو پېغامونو ته يې جواب ونه موندلو.

څېړنکاران وايي دا وخت چې افغان وګړي خپله له سختو حالاتو سره مخ دي په داسې کې څنګه کولی شي په ټاکنو کې رول تر سره کړي.

څېړونکی اعجاز خټک وایي، "له 80مې لسيزې وروسته پاکستان ذ خپلو ګټو دپاره د افغانستان ځینو ډلو ته کومک او ډاډ ورکړی خو داسې چرته کوم مثال بيا نه ليدل کيږي چې افغان وګړو د پاکستان په سياسي چارو کې لاسوهنه کړې وي".

د اکتوبر د لومړۍ نېټې وروسته چې په لويه شمېره ناقانونه مېشت افغان کډوال د پاکستاني حکومت د ورکړي مهلت وروسته بيرته شړل شوي، په دغه صورتحال نظر لرونکي وايي، ښکاريږي داسې پاکستان د افغان کډوالو په خصوصي توګه هغه چې د چمن پولې خوا اوشا اباد شوي د هغوی پر ضد کاروايي کولو ته يو نوی دليل لټول غواړي.

څېړونکی عرفان اشرف وایي،‌ "که چېرې تېر وخت کې افغانانو د پاکستان په سياست کې مداخلت کړی هم وي يا د پاکستان سياستمدارانو سره يې کوم تعلق وي لکه د ګلبدين حکمتيار دلته د جماعت اسلامي سره وو يا د پاکستان رياست سره وو نو دا خو باقاعده رياست غوښتل او د هغوي مرضي وه ۔ دې کې خو د افغان کډوال يا خلکو څه لاس نه وو".

د پاکستان حکومت ورکړي مهلت ختمېدو وروسته چې د ناقانونه کډوالو لويه شمېره بيرته افغانستان ته تللې ده، خو د چمن پولې سره نزدې سيمو کې په پوله تګ راتګ دپاره پاسپورټ لازمي ګرځولو پرېکړې پرضد احتجاجي پرلت له تقریباً یوه نیمې میاشتې راهیسې لا روان دی.