د پاکستان پوځ وايي، د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې 23 پاکستاني پوځيان وژل او دوه نور پوځيان د کولاچي په سیمه کې هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ دعوه کوي، د 11م او 12م دسمبر په مينځنۍ شپه کې په ډېره اسماعيل خان ضلعه کې په درې ځايونو ترسره شوو عملياتو کې 27 "ترهګر" وژل شوي دي.
پوځ نن د نهې/ سه شنبې جاري کړي بیان کې ويلي، د ډېره اسماعیل خان په درازنده، کولاچي او درابڼ سيمو کې عمليات شوي، د وسله والو سره نښته شوې ده. په پوځي چيک پوسته د بارودو ډک ګاډي ورنننويستلو او ځانمرګي بريد کې 23 پوځيان وژل شوي دي.
د رپورټونو ترمخه، په چيک پوسته د برید زمه واري د تحريک جهاد پاکستان په نوم ډلې منلې ده.
د پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د تېرې شپې د ځانمرګي برید او پوځ ته د رسېدونکي زيان او مرګ ژوبلې دا پېښې په داسې وخت کې کيږي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر واشنګټن ته په خپل لومړی سفر رسېدلی دی.
پوځ ویلي، په درازنده سيمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو پرضد عمليات شوي د ترهګرو ځالې تباه کړی شوي او 17 ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.
د پوځ ترمخه نور عمليات د کولاچي په علاقه کې شوي، هلته څلور ترهګر او په نښته کې دوه پوځيان هم وژل شوي دي.
پوځ دعوه کړې، "وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو او معصومه ملکي خلکو د وژنو په يو شمېر پېښو کې ککړ وو، او د دوی د ولکې نه چاودېدونکي مواد او وسله ترلاسه شوې ده".
پوځ ويلي، نن د نهې/ سه شنبې (12دسمبر) په سهار وختي ساعتونو کې شپږو ترهګرو د درابڼ په علاقه کې په پوځي چيک پوسته بريد کړی، پوستې ته د ترهګرو د بارودو ډک ګاډي نننويستلو هڅه ناکامه کړی شوې او بيا یې ځانمرګی برید کړی دی.
"د چاودنې له امله د پوستې ودانۍ غورځېدلې، 23 پوځيان پکې وژل شوي او شپږ سره بريد کوونکي ترهګر وژل شوي دي".
پوځ ویلي، په سيمه کې د هر ډول ترهګرو د ختمولو دپاره د پاکۍ عمليات روان دي، "د پاکستان امنيتي ځواکونه د ملک څخه ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او قربانۍ یې حوصلې نورې لوړوي".
د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې د پاکستان په پوځ دغه بريد په امنیتي ځواکونو يو د غټو بريدونو څخه شمارل کيږي.
له دې وړاندې د نومبر په میاشت کې د نومبر په درېمه د بلوچستان ساحلي سیمې ګوادر کې په پوځ يو وسله وال بريد شوی، 14 پوځيان پکې وژل شوي وو.
هم د روان کال په 31م اګست د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی، نهه پوځيان پکې وژل شوي وو.
له دغې وړاندې په 22م اګست د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو سره په نښته کې د شپږو پوځيانو وژنه تاييد کړې او د څلورو ترهګرو وژلو دعوه یې کړې وه.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون خوښې ډلې مني.
د پاکستان پوځ په ننني بيان کې څه نه دي ويلي، خو په وروستیو کې چې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي، پاکستان په افغانستان تورونه لګوي چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي. خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.
د تېرې مياشتې (نومبر) په اتمه نېټه د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
کاکړ زياته کړې وه، "طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول".
کاکړ دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".