چارواکي وایي اوس هم ګڼ شمېر افغان کډوال په ناقانونه توګه پښتونخوا کې په پټه اوسیږي

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو د محکمې چارواکي وايي لا هم د خېبرپښتونخوا بېلابېلو سيمو کې د سوؤنو په شمېر په ناقانونه توګه افغان کډوال میشت دي اؤ دوي دلته په پټه ژوند کوي.

چارواکي وايي بل خوا د پوليسو له اړخه په ناقانونه توګه د میشت افغان کډوالو پرضد عمليات هم روان دي او هڅې کېږي چې پاتې شوي افغانان هم خپل وطن ته د تورخم او نورو لارو ولېږل شي.

د پاکستان دنورو بېلابېلو برخو په څېر په خېبرپښتونخوا کې هم ګڼ شمېر په ناقانونه توګه مېشتو افغان کډوالو له یوې اوږدې مودې راهسې ژوند تېرولو چې د زده کړو په مرکزونو کې يې زده کړې نيمګړې پرېښودلې او خپل وطن ته ستنېدو باندې مجبوره شوي دي.

افغان کډوال یاسین خان وي او ای ډیوه ته وایي "زمونږ پلار يې دلته نيولی ؤ ،د کار په وخت کې او بيا يې شړلی ؤ افغانستان ته او مونږ بې له پلاره ژوند نه شو تېرولی نو پلار مې کابل کې ؤ او بيا يې راسره رابطه وکړه او تورخم ته راغلو او اوس مونږ هم راغلي يو."

هغه وایي پښتونخوا کې یې په نېشنل سکول کې سبق ويلو او کله چې د اتم ټولګي نه نهم ته واوختو نو بيا یې بورډ امتحان ورکولو نو هغه ورڅخه په نيمه کې پاتې شو او اوس وطن ته ستنېږي چې په دې ډیر خفه دی ځکه چې یو کال یې برباد شو.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ چې که د ستنېدونکو افغان کډوالو د سرپناه د پاره ګامونه اوچت نه کړی شي نو د يخنۍ د لاسه یې ژوند ته خطر پېښیدای شي.

يو اېن اېچ سي ار ويلي که په په وخت د ستنېدونکو کډوالو د خوندي کولولپاره جدي ګامونه اوچت نه کړی شي نو دې سخته يخنۍ کې ښځې او ماشومان ژوند د لاسه ورکولی شي.

افغان کډوال وايي په پاکستان کې يې دومره وخت تېر کړی او کار او ژوند يې کړی چې اوس ورته خپل وطن پردی، پردۍ ښکاري.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی نوروز خان وایي "مونږ خو دلته د انقلاب دور کې راغلي وو او داسې ۴۵ يا ۴۶ کاله وشو خو ليکلي مو نه دي چې څومره وخت مو وشو او چا مجبوره کړي نه يو او نه راسره چا ظلم زياتی کړی دی بس په خپله خوښه روان يو."

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "مونږ چې د نورو خلکو حال لېدو نو دا مو ووېل چې په حيا او عزت کې خپل وطن ته ستانه شو نو دا به ښه يي او خواري مزدوري مې کوله او د فروټو دوکان کې مې کارکولو او اکوړه خټک کې اوسېدو."

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو محکمې شمېرې ښيي د دسمبر په ۱۴مه ۸۵۱ افغان کډوال د تورخم د لارې خپل وطن ته ستانه شوي دي.

دغه شمېرې څرګندوي تراوسه پورې ۲۶۳،۴۳۸ افغانان چې په کې ۲۵۹،۰۹۸ د تورخم، ۳،۶۴۱ د انګور اډې او ۶۹۸ د خرلاچۍ په لاره افغانستان ته ستانه شوي دي.