د پاکستان ټاکنو ته تیارۍ: عمران خان اول وار د مصنوعي ذهانت په وسیله وینا کړې

تحریک انصاف ګوند په لومړي ځل د ارټیفیشل انټېلیجنس یا مصنوعي ذهانت له لارې په زندان کې د خپل بندي مشر عمران خان مصنوعي ویډیو او وینا خپره کړې ده. دا وینا یې تر راتلونکو عمومي‌ انتخاباتو مخکې د خپل سیاسي کمپېن په آنلاین جلسه کې خپره کړې ده.

عمران خان دا مهال په زندان کې بندي دی خو ګوند یې تر ټاکنو وړاندې د ګل- دوشنبې په ورځ د خپلې څو ساعته آنلاین جلسې په پای کې يوه داسې وېډيو خوره کړه چې په څرګنده خو دده څېره ښکاري خو د مصنوعي ذهانت ټیکنالوجۍ له لارې جوړه شوې ده.

د پاکستان زنداني پخواني وزیر اعظم عمران خان د رایو غوښتنې لپاره د مصنوعي ذهانت په وسیله جوړه شوې وینا کارولو مقصد د را روانو عمومي ټاکنو په کمپاين کې خلک د ګوند پلوي کول دي.

تحریک انصاف دا ځل آنلاین جلسه ځکه کړې چې وایي حکومت ورته د ښکاره جلسو اجازه نه ورکوي. عمران خان په خپله دغه وینا کې ویلي، د ملک د پرمختګ یواځینۍ لار د آیین او قانون واکمني ده، خو وایي د ده ګوند له انتخابي عمله بهر ساتل کېږي.

د دغې ټیکنالجۍ ماهران وايي، په اوسني وخت کې مصنوعي ذهانت له لارې دغه ډول هر څه ممکن دي.

د تحریک انصاف ګوند یو ویاند اظهر مشواڼي ډان ته ویلي، عمران خان دوی ته لیکلی پیغام ور لېږلی وو او دوی بیا د مصنوعي ذهانت په وسیله په آډیو بدل کړ.

د پېښور پوهنتون د مصنوعي ذهانت تحقيقکار انجينېر احتشام الحق وایي، په ارټیفیشل انټیلیجنس کې دا وړتیا شته چې د یو تن یو څو آډیو یا ویډیو خبرې ورکړل شي نو هغه بیا ترې نورې خبرې هم جوړولای شي.

د کانديدانو په کچه چې اوس هم د ټاکنو کمپاين په روايتي ډول تر سره کيږي خو بيا د مصنوعي ذهانت ټېکنالوجۍ کارول هم اوس مهم ګنل کيږي.

د سياسي چارو کار پوهان وايي تحريک انصاف ګوند چې وړاندې هم د انټرنېټ له لارې بيانيه جوړولو کې تر ټولو لومړی دی، دوی دغه ټېکنالوجي کارول هم روان کړي خو وایي دا بيا منفي او مثبت دواړه اړخونه لري.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې استاذ پروفېسر ايوب جان وایي، په پاکستان کې چې په تېرو څو کلونو کې سیاسي ګوندونو د نوې ټیکنالوجۍ استعمال‌ پیل کړی، تحریک انصاف پکې پر مخ روانه ده:

"دا چې د اې ای [مصنوعي ذهانت] استعمال پیل شوی زما په نظر عمران خان پکې لومړی ګام واخیست او نور ګوندونه به هم دې طرف ته ځي، خو که په تنقیدي نظر ورته وګورو هغه خلک چې دې ټیکنالوجۍ ته رسايي نه لري یا ورسره واقف نه دي نو هغوی ته به د دوی پیغام نه رسېږي".

د تحريک انصاف ګوند له لوري مصنوعي ذهانت وېډيو خؤرولو وروسته چې په ټولنيز رسنيو د حکومت له خوا د انټرنېټ سرعت يا سپيډ کمولو وېل کيږي خو د حکومت د انټرنېټ تنظيم کوونکي وايي په دې اړه تحقيق کوي چې ولې د انټرنټ نېټ رفتار کم شوی دی.

سياسي څېړنکاران وايي، د پاکستاني سياست د ټاکنو کمپاين چې هسې هم ډېر پيچلی ګنل کيږي اوس د مصنوعي ذهانت ټېکنالوجۍ کارولو پېل به په دغه سياسي چاپريال کې د ځینو مثبت اغېزو تر څنګ چېلنجونه هم زیات کړي.