ملګري ملتونه: په افغانستان کې لا هم مېرمنو او نجونو ته بنيادي بشري حقونه نه نه ورکول کېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر د مشن يا يوناما ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا ويلي په افغانستان کې مېشت افغانان ګڼي هغوي هېر کړل شوي دي، هلته د مېرمنو او نجونو سره منظم توپير ساتل کېږي او سياسي خلکو ته د بيان ازادي نشته.

د دسمبر په 20مه د افغانستان په حالاتو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته روزا اوتنبايوا وويل په افغانستان کې لږکيو ته د نمايندګۍ حق نه ورکول کېږي، بې له قانونه خلک وژل کېږي، تشدد کېږي او خلک نيول کېږي. د بشري حقونو کارکوونکي او خبريالان بې له قانونه بندي کېږي.

دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصيراحمد فايق وويل اوس هم په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو حقونه تروړل کېږي، تر دې چې د ملګري ملتونو او غېردولتي ادارو ښځينه کارکوونکو ته هلته په کار کولو کې خنډان اچول کېږي.

فایق وویل د طالب چارواکو د پاليسيو له امله ځوانان، هنرمندان او د امنيتي ځواک پخواني کارکوونکي په هېواد پرېښودلو مجبوره شوي دي۔ بايد د مېرمنو او نجونو په هر مېدان کې د شتون په اړه د هېڅ مصلحت نه کار وانه خستل شي:

"د شيعه مذهبي مشرانو او هزاره ټولنې غړي، د امنيتي ځواک پخواني غړي وژل کېږي۔ په دغه خاوره د ترهګرو ډلو شتون دغه هېواد، منطقه او ټوله نړۍ په لويه کچه د خطر سره مخ کړې۔ قدرتي افتونو، بې روزګارۍ، په زوره کډواليو او غربت اولس لا د نورو بې باوريو سره مخ کړی دی".

فایق وویل "طالب چارواکي نه يواځې د دې چېلنجونو په وړاندې ناکامه شوي بلکې لا نور زياتوالی يې راوستی دی۔ په زوره د واک اخستلو وروستو په منظمه توګه بشري حقونه او په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حقونه تروړل کېږي د کوم وروسته چې جنسي توپير زيات شوی دی".

طالبانو لا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د مشرې او نورو غړو څرګندونو ته څه رسمي جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د سرغړونو دعوې رد کړې وې.

غونډې ته د وينا پرمهال د پاکستان استازي منير اکرم وويل د افغانستان اوسمهاله حکومت له خوا پر نجونو او مېرمنو لګول شوي بندېزونه بايد بېرته واخستل شي.

منیر اکرم وویل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون نه يواځې پاکستان او منطقې بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو خطر دی او په دې ورستيو کې هم د پاکستان په امنيتي ځواکونو او عام ولس بريدونه شوي دي:

"دا بريدونه لا نور وژونکي او پيچلي شوي دي ځکه چې د ټي ټي پي ترهګرو نوې وسله ترلاسه کړې او استعمال کړې ده۔ دا وسله په ښکاره توګه د هغې ډېرې وسلې برخه ده چې بهرني امنيتي ځواکونو پرېښې ده خو سوال دا دی چې ټي ټي پي، چې يوه ترهه ګره ډله ده، څنګه دا وسله ترلاسه کړه؟".

د امریکې د ملي امنیت د ادارې ویاند جان کربي وړمه ورځ ویلي وو، طالبانو ته د امریکې نه بلکې د تېر افغان حکومت د پوځ وسلې په لاس ورغلې دي، خو منیر اکرم وویل پاکستان غوښتنه کوي چې "ملګري ملتونه، يوناما يا بله ايجنسي بشپړه پلټنې وکړي چې دا وسله څنګه د ټي ټي پي لاسو ته تللې ده؟ او د بېرته راګرځولو لارې هم په ګوته کړي".

غونډې ته په خپله وينا کې بشري حقونو کارکوونکې او د رواداري سازمان مشرې شهرزاد اکبر وويل د طالب چارواکو د واک وروسته مېرمنې په خصوصي توګه په نخښه دي، په تعليم، کار کولو او تر دې چې په ازاد ګرځېدو بندېزونه دي:

"د طالب چارواکو له خوا د ټولشموله حکومت، د مېرمنو د حقونو ورکولو او د عارضي بندېزونو لوظونه دروغ وو۔ پر خبريالانو او د بشري حقونو په کارکوونکو چاپې وهل کېږي".

د افغانستان د خبريالانو مرکز په 2023م کې د بيان د ازادۍ پر ضد 99 پېښې رپورټ کړې دي چې پکې 41 خبريالانو نيول هم شامل دي. د بشري حقونو دوه مېرمنې کارکوونکې نيول شوې دي۔ د پخواني امنيتي چارواکو د وژنې په اړه هم لا کومې پلټنې نه دي شوي.

دغه غونډې ته په خپله وينا کې د هند استازې روچيرا کامبوچ وويل په افغانستان کې لا هم حالات د تشويش وړ دي او هند به د افغان ولس لپاره د نورو غړو هېوادونو لپاره مرستې روانې ساتي. بايد د افغان ولس لپاره بشري مرستې لومړيتوب ولري.