د سیند اسمبلۍ غړو په سخت احتجاج کې سوګند اخستی، د پنجاب اسمبلۍ سپیکر اؤ ډپټي سپیکر نن ټاکل کیږي

د پاکستان د سیند صوبې د اسمبلۍ نوؤ ټاکل شوؤ غړو نن د خالي - شنبې په ورځ د اسمبلۍ د غړیتوب لوړه کړې ده اؤ په پنجاب اسمبلۍ کې د سپیکر اؤ دپټي سپیکر د ټاکلو لپاره د رایو ورکولو عمل روان دی.

په سیند اسمبلۍ کې د ګرینډ ډیموکرټیک الاینس، جماعت اسلامي اؤ جمعیت علماء اسلام منتخبو پارلیماني غړو په اتمه فرورۍ انتخاباتو کې د شوؤ "درغلیو" پرضد د احتجاج په توګه سوګند نه دی اخستی اؤ ددغه ګوند فعالینو په کراچۍ ښار کې سخت احتجاجونه کړي دي.

پاکستاني میډیا وایي چې کراچۍ کې ځای په ځای د پولیسو اؤ احتجاج کوونکو ترمنځ نښتې هم شوې دي اؤ احتجاج کوونکي پولیسو په کوتکونو وهلي دي.

د سیند اسمبلۍ د غړو د سوګند غونډه نن د سپیکر اغا سراج دراني په مشرۍ په داسې حال کې شوې چې د اسمبلۍ مخې ته د بیلابیلو ګوندونو فعالینو اؤ مشرانو انتخاباتو کې د ممکنه درغلۍ پرضد سخت احتجاج کولو.

د سیاسي ګوندونو د احتجاج په ترڅ کې سپیکر اغا سراج دراني د سیند اسمبلۍ غړو ته سوګند ورکړو.

د سیند اسمبلۍ په 168 څوکیو کې تر ټولو زیاتې 114 څوکۍ پاکستان پیپلز پارټۍ ګټلې دي اؤ په 36 څوکیو بیا د ایم کیو ایم امیدواران کامیاب شوي دي.

په ننۍ غونډه کې د اسمبلۍ 148 غړو لوړه کړې ده اؤ 13 بیا د سوګند کولو دستوره کې شریک نه شول.

پیپلز ګوند د سیند صوبې لپاره پخوانی وزیراعلا سید مراد علي شاه یو وارې بیا د اعلا وزیر په توګه نومولی دی.

په پنجاب اسمبلۍ کې هم د سپیکر اؤ ډپټي سپیکر د ټاکنې لپاره د رایو ورکولو عمل پېل شوی اؤ مسلم لیګ(ن) ګوند هیله ښودلې ده چې دوي به په اسانه خپل سپیکر اؤ ډپټي سپیکر وټاکي.

د مسلم لیګ (ن) له لوري ملک احمد خان د پنجاب سپیکر د څوګۍ لپاره کاندید دی اؤ دهغه په مقابله کې دغه څوکۍ ته د سني اتحاد کونسل احمد خان بوچر خپل کاغذونه جمع کړي دي.

همد اشان د ډپټي سپیکر په څوکۍ د مسلم لیګ(ن) ګوند ظهیر اقبال چڼ مقابله د سني اتحاد کونسل معین ریاض سره ده.

د پنجاب اسمبلۍ په 371 غړو کې 321 غړو تېره ورځ د اسمبلۍ د غړیتوب سوګند کړی ؤ چې په هغې 193 د مسلم لیګ(ن).98 د سني اتحاد کونسل،13 د پاکستان پیپلز پارټۍ، 10 د مسلم لیګ(ق) اؤ 5 د استحکام پاکستان پارټۍ شامل دي.

په اتمه فرورۍ پاکستان کې عامې ټاکنې شوې وې خو ګڼ شمیر سیاسي ګوندونه دې ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګوي اؤ ددغه مبینه درغلیو خلاف یې ګرد هیواد کې د احتجاجونو سلسله پېل کړې ده.

سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د انتخاباتو حقیقي نتیجې بدلې کړل شوي اؤ پاتې امیدواران د پیسو په بدل کې بریالي ګرځولي شوي دي خو الیکشن کمیشن بیا دا تورونه ردوي اؤ وايي که چا سره انتخاباتو کې د درغلیو ثبوت وي نو باید الیکشن کمیشن ته یې وړاندې کړي.

الیکشن کمیشن د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره یوه کمېټه هم جوړه کړې ده خو تحریک انصاف ګوند بیا الیکشن کمیشن په جانبدارۍ تورنوي اؤ وایي ددغه ادارې په پلټنو باور نه لري.