پوهان او عالمان: پاکستان کې د روژې او اختر د میاشت ليدو مسله د تل دپاره هوارېدی شي

په ټول پاکستان کې اکثره روژه نيول او اختر کول په يوه ورځ نه وي، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې اکثره د نور هیواد نه یوه ورځ وړاندې د اختر ‏اعلان کيږي. خو کارپوهان نظر لري چې د ساینسي علومو د لارې دا مسله د تل دپاره هواریدی شي. ‏

تېر کال د مردان د ګړیالي اوسېدونکي د بابو صیب په نوم تن دعوه کړې چې هغه د اختر میاشت لیدلې وه. خو د هغه شهادت چا وانه خستو. د دنیا اکثرو ‏هیوادونو کې اختر و. خو پاکستان او پښتونخوا کې بیا یوه ورځ پس اختر نمانځل شوی و او د مردان بابو صیب په ټولنیزو رسنیو زیات شهرت موندلی ‏وو.‏

خو دغې شهرت سره دا سوالونه هم راپورته شول چې د روژې او اختر د میاشتو لیدو دا مسله به اخر کله هواریږي.‏

پوهان وایي لکه څنګه چې د ژوند نورو څانګو کې د ساینسي علومو نه ګټه پورته کیدی شي. دغه شان د فلکیاتو ماهران د راروانو سلو کالو د سپوږمۍ د ‏راختو او ډوبېدو، پناه کېدو يا ښکته کېدو وخت ښودلی شي.‏

خېبرپښتونخوا کې د موسمیاتو محکمې ډپټي ډایریکټر ډاکټر محمد فهیم وايي، "بلکل لکه څه رنګې تاسو به اوریدلي وي د چاند ګرهن یا سورج ګرهن ‏د سپوږمۍ او نمر تندر نيول، نو د دې اعلانات یا وړاندې نه ټاکل شوې وي د دې نیټه. نو دا څیزونه شته دي دا کیدی شي".‏

پاکستان کې د ډیر وخت نه د روژې او اختر میاشت لیدو کې اختلافات وي.‏

په عمومي ډول د پېښور قاسم علي خان جومات غېر سرکاري رویت هلال کمیټۍ د پاکستان د سرکاري رویت هلال کمیټۍ نه یوه ورځ او کله کله دوه ورځې ‏وړاندې د میاشت لیدو اعلان وکړي. چې ورسره د پښتونخوا اکثرو سیمو کې روژه یا اختر شي. خو نور هیواد بیا د مرکزي رویت هلال کمیټۍ په اعلان ‏عمل کوي. ‏

اکثره مذهبي عالمان نظر لري چې د دې ستونزې اوس یو مستقل هواری پکار دی.‏

د خېبرپښتونخوا مشر خطیب مولانا محمد طیب قریشي وايي، پکار ده چې دا مسله نوره هواره شي او د مياشتې ليدو او اختلافاتو په ځای دې توانايانې ‏په ښه کارونو ولګول شي، د کوم نه چې وطن او ولس ته ګټه وي.‏

د نوموړي په وينا په بدلو ورځو روژه او اختر کول د وېش يا تقسيم سبب جوړيږي.‏

مولانا قریشي زیاتوي لکه څنګه چې دوي د موسم پحقله د ماهرانو په وینا یقین کوي. دغه شان پکار ده چې میاشت لیدو کې د فلکیاتو د ماهرانو د علم نه ‏هم فایده اوچته کړی شي.‏

د پاکستان د سرکاري رویت هلال کمیټۍ چیرمین مولانا عبدالخبیر آزاد څو ورځې وړاندې میډیا سره خبرو کې ویلي وو، چې د ساینس تر مخې د نهې په ‏ورځ په نهم اپریل به د سپوږمۍ عمر شل ګنټې وي. لیدل به یې ممکن وي. نو د ده په وینا کیدی شي چې اختر په لسم اپریل وشي. ‏

بل پلو ته د سعودي عرب په شمول یو شمیر هیوادونو کې روژه په یولسم مارچ او د پاکستان تر څنګ ځینو هیوادونو کې په دولسم مارچ شروع شوې وه. خو ‏اوس به کتی شي چې آیا مسلمانان د اختر د خوشالۍ مذهبي دستوره په یوه ورځ نمانځي او که نه. ‏