په امریکا کې د کرکټ لومړي نړیوال جام لپاره نیویارک کې لوبغالی جوړ شوی

د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د کرکټ د ټي-20 نړیوال جام لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د ټېکساس ایالت په ډېلس ښار کې پېل کېږي او په نیویارک ښار کې هم د دغو سیالیو لپاره لوبغالی جوړ شوی دی.

د نیویارک په ناسو کاونټۍ کې په عارضي توګه جوړ شوي لوبغالي کې 40 زره کسان کېناستلای شي.

د ناسا کاونټۍ مشر يا کاونټي اېګزېکټېو بروسي بلېک مېن په وينا دا لوبغالی په 90 ورځو کې تيار کړل شوی.

د پاکستان او هندوستان ترمنځه سيالي به په همدې لوبغالي کې د جون په نهمه وي او دا د نړيوال جام تر ټولو لويه سيالي بلل کېږي ځکه چې د کرکټ په مېدان کې پاکستان او هندوستان روايتي رقيبان دي.

بروسي بلېک مېن وايي، کوم خلک چې په لوبغالي کې د لوبې نه محرومه وي، دوي ته به لويې لويې سکرينونه لګوي او په ځانګړې توګه د پاکستان او هندوستان لوبه به نېغ په نېغه د دغه سکرين له لارې ښودل کېږي.

د پاکستان کرکټ ټيم پخوانی کپتان شعېب ملک هم دا وخت په امريکا کې دی او وايي په امريکا کې په لومړي ځل د کرکټ نړيوال جام کېږي، دا يوه نوې تجربه ده خو د امريکا له خوا چې کوم انتظامات شوي دي، دا د ډاد وړ دي۔ ټول خلک به د پاکستان او هند لوبې ته په تمه وي.

شعېب ملک وايي، د لوبغالي پِېچ جوړوونکې د اسټرېليا دي نو هيله ده دلته به هم د اسټرېليا په رنګ تېزه لوبه کېږي.

په نيويارک کې د پاکستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزی وايي په امريکا کې د کرکټ نړيوال جام يو تاريخ جوړوي، د پاکستان نه هم يو شمېر خلکو ته بلنې تللي، دوي تيار دي چې د خپلې لوبډلې هرکلی وکړي او هيله څرګندوي چې د لوبو په ذريعه به د نورو هېوادونو سره د ملګرتيا جذبې لا مضبوطې شي.

د ځايي خلکو په وينا کرکټ په يو وخت کې د امريکا مشهوره لوبه وه خو بيا لويه موده دا هېواد د دې لوبې محرومه ؤ خو اوس يو وارې بيا د امريکا خلکو ته دغه موقع ورکول کېږي.

دا ځل د ټي ټونټي يا شل اووريزه نړيوال جام کې د امريکا پشمول شل لوبډلې برخه اخلي او دا لوبې په امريکا او ويسټ انډيز کې د دریم جون نه تر 29م جون روانې وي.

په دې سياليو کې پاکستان، افغانستان، امريکا، هندوستان، اسټرېليا، بنګله دېش، کېنېډا، برطانيه، ايرلېنډ، نميبيا، نيپال، نېدرلېنډ، نيوزي لينډ، عمان، پاپوا نيو جينيا، سکاټ لېنډ، سويلي افريقا، سري لنکا، يوګنډا او د ويسټ انډيز لوبډلې برخه اخلي.