د کیلاش قبېلې سپرلنی "چیلم جوشټ" جشن د خوښۍ په نڅاه ګانو اؤ مېلو سرته رسېدلی دی

د چترال کیلاش قبیلې کې د پسرلي په شروع کیدو سره د دوي روایتي څلور ورځنی جشن چیلم جوشټ مېله لمانځل شوې اؤ دغه مېله د خوښۍ په جشنونو سره پائ ته رسېدلې ده.

د کیلاشو په دې روایتي مېله کې په سلګونو کیلاشیانو ښځو سړو او ماشومانو ګډون کړی ؤ اؤ د دې ترڅنګ د دغې جشن کتلو ته په ګڼ شمیر کې سیلانیان هم بمبوریت درې ته ورغلي وو.

کیلاش قبیلې د دوي د روایتي جشن چیلم جوشټ وروستۍ ورځ د کوز چترال په بمبوریت سیمه کې ونمانځله چې پکې د دغه تهذيب او مذهب سره تعلق لرونکو د دریوؤ درو یعني رمبور، بریر او بمبوریت سړو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی ؤ.

رمبور نه دغې جشن ته ورغلې کیلاشه پېغله رایشما خان وایي، کیلاشان کال کې درې جشنونه نمانځي. دا جوشي جشن ړومبی جشن وي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "چیلم جوشټ کې مونږ پسرلي ته هر کلی وایو. ځکه چې زمونږ تیر کال ښه تیر شوی وي او دا راروان چې کوم دی. دې ته د هرکلي د پاره د پسرلي جشن نماځل کیږي"

رایشما خان وایي" دې کې دوه ورځې وي. د سهار په وخت سړي عبادت خانو ته ځي. د دعا نه پس بیا لاندې راځي او داسې رقص شروع شي"

هسې خو چیلم جوشټ جشن د دیارلسمې نه تر شپاړسمې مئ څلور ورځې نمانځل کیږي. خو زیات خلک پکې د وروستیو دوو ورځو دستورو کې ګډون کوي.

کیلاشیان ټول بمبوریت کې راغونډ شوي وي. خپلو خپلوانو کره دیره وي. په دغو ورځو کې د کیلاش کورنیو لخوا تازه پۍ او پنیر ویشل کیږي او د دوي میرمنو نوې جامې اچولی وي.

د دې جشن کتلو ته نه یواځې د ملک دننه په زرګونو سیلانیان د بمبوریت مخه کوي بلکې د خارجي هیوادونو نه ورته هم سیلګري ورځي.

دمیتري یوکن یو خارجي سیلګر دی چې دې جشن کتلو ته د روس نه ورغلی دی ، هغه ډیوه ته وایي، "مونږ نه شو کولی چې دلته راشو. ځکه چې دا ډیر زیات مشهور جشن دی. پاکستان کې دا تاریخي روایتي حیثیت لري. حکومت کوشش کوي چې دا حکومتي جشن کې بدل کړي. خو داسې محسوسیږي چې روایات پورته دي په نسبت د دې کوششونو او دا مهمه ده"

دمیتري زیاتوي ده او د ده میرمن مطبوعاتو کې د کیلاش مذهب او د دې خلکو د تهذیب په هکله ناسم معلومات لوستي وو خو اوس چې دلته راغلل نو پوهه شول چې حقیقت کې نړۍ کې د داسې تهذیب مثال موندل ګران دي او د دوي په هکله د صحیح معلوماتو ورکولو ضرورت دی.

جشن ته ورغلو سیلګرو بیا دا ګیله هم کوله چې دې څلورو ورځو کې بمبوریت کې د سېلګرو د استوګنې سمه تابیا نه وه شوې او د وران ویجاړ سړک په وجه دوي په سفر کې له ستونزو سره مخ شول. خو چاروا کو وویل دوي تر خپله وسه هڅې کوي چې مېلمنو ته غوره اسانۍ برابر کړي.

د کوز چترال ډپټي کمشنر محمد عمران ډیوه سره خبرو کې وایي، مونږ ته خپله اینده ددې جشن کتلو لپاره راتلونکو میلمنو ته د اسانیو ورکولو په غرض بشپړه هڅې کړې دي.

هغه وایي "مونږه چې کوم دی. د هغې د پاره پوره پوره انتظامات کړي دي. مونږ د هغې د پاره کنټنجیشن پلان جوړ کړی دی. اول اول چې مونږ سره څومره ټورسټس راتلل نو هغې د پاره دا څومره هوټلې تاسو وکتلې. هلته ورله مونږ د اکاموډیشن بندوبست کړی دی. دا روډ چې کوم دی. دا روډ اول ډیر تنګ و. په دې روډ کې مونږ دوه میاشتې مسلسل کار وکړو. دا روډ مونږ لږ پراخه کړو"

چترال کې باید څه ووینئ ؟

په چترال کې هسې خو د سيلګرۍ دپاره ډير زړۀ پورې اؤ تاريخي مقامات شته خو په دغو ټولو کې بمبوريت يا کافرستان د هغه ځايي د کيلاشو په وجه په ټوله نړۍ کې زيات شهرت لري .

د کافرستان دننه هم درې کلي دي چې په رمبور، بريد اؤ بمبوريت ياديږي .

په دغو دريواړو کلو کې ميشته کيلاشان په عقيدوي طور د څو خدايانو عبادت کوي اؤ په قربانۍ باور لري.

هغوئ د بيلابيلو ضرورتونو دپاره بيلابيل خدايان نيولي دي.

بمبوريت د چترال له ښار څخه د لويديځ پر لور د 35 کلو ميټره په فاصله پرته هغه غرييزه سيمه ده چې پولې يې له افغانستان سره د نورستان اؤ کونړ ولايتونو سره لگيدلي دي د رمبور اؤ برير په نسبت زيات کيلاشان په بمبوريت کې اباد دي.

کیلاش څوک دي؟

دغلته ميشته کيلاش قبائيل ځانونه د سکندر اعظم اولاد گڼي چې شميره يې 4000 ته رسيږي.

څه موده مخکې دغه شميره 7000 وه خو ولې اوس د غيرمسلمه کيلاشو څخه خواوشا 3000 کسانو اسلام قبول کړى اؤ يواځې څلور زره کيلاش د خپل زوړ تاريخ، تهذيب اؤ کلتور پالنه کوي.

د کلاشو د اصل اؤ نصب په هکله مورخين خپلو کې اختلاف لري.

يو روايت داهم دى چې کله سکندر اعظم افغانستان ته اوړيدو اؤ د هغه کوم عسکر په جګړه کې ژوبل شوي وؤ هغوئ په دغه سيمه کې ايسار شوي ؤ اؤ کيلاش هم د هغوئ اولاده ده.

چونکې د سکندراعظم تعلق له يونان سره و نو ځکه د يونان لۀ لوري د تيرې زياتې مودې راهسې د کيلاشو د کلتور اؤ مذهب د پالنې ترڅنګ د هغوئ ټولنيزې پرمختيا ته زياته پاملرنه شوې ده اؤ دغلته يوناني سازمانونو يو شمير پرمختيايي پروژې سرته رسؤلي دي.

د کيلاشو زيات خلک اوس د تعليم په کالو سينګار دي اؤ د هغوئ په سيمو کې نۀ يواځې په حکومتي سطح سکولونه فعاليت کوي بلکې يو شمير غير سرکاري سازمانونو هم دغلته د سکولونو ترڅنګ ګڼې پرمختيايي پروژې فعالې کړې دي.

د کيلاشو د امدن د لارو چارو څخه مهمې لارې کرکرونده، په جامو د لاسو ګلکاري کول، څاروي پالل اؤ ميوې کرل اؤ پلورل دي.

د کیلاشو لرغونی تهذیب

د کيلاشو د ژوند ډيراړخونه خپل ځانګړى رنګ لري لکه د هغوئ لباس، غم ښادي، راشه درشه، ميلمه پالنه اؤ ورځنۍ چارې .

کله چې په کيلاشو کې مړى وشي نو دغه خلک مړى يوه کوټه کې په کټ واچوي ، تر دريوؤ ورځو د ټول کلي کيلاش ددغه مړي خوا ته ورځي ډولونه ورته وهي اؤ سندرې وايي اؤ بيا مړى اديرې ته وړي.

خو بيا هغوئ خپل مړى ښخوي نه بلکې د لرګي په يو تابوت کې يې ږدي اؤ په اديره کې يې همدغسې په سپينه ډاګه پريږدي.

همدغه شان کيلاش قبيله کې د ښځو د ماهوارۍ اؤ د اولاد د زيږون په مهال هغوئ د کورونو څخه ويستلى اؤ د بشاليني په نوم يوې ځانګړې خونې ته ليږلى شي، په دغه دوران کې زنانه نۀ شي کولى چې د سړو سره ناسته پاسته يا خبرې وکړي.

د ودونو په لړ کې هم هغوئ ته مکمله ازادي ترلاسه ده کله چې هلک اؤ جينۍ يو بل خوښ کړي نو د سپرلي د ميلې په موقعه په لويه ميدان کې د زرګونو خلکو په وړاندې د يو بل لاس ونيسي اؤ وادۀ يې وشي.

د خوښې ودونه

کۀ کوم خلک يا سړى د خوښې په اساس په وادۀ کړې ښځې لاس واچوي نو هم وادۀ يې کيږي خو شرط پکې دا وي چې په دغه صورت کې به د خلکو لۀ لوري د ښځې مخکيني خاوند ته هغه ټوله خرچه يو په دوه ورکولى شي چې د هغۀ په وادۀ شوي وي.

کيلاش قبيله هر کال د مئ په 14,15,16 نيټو د سپرلي درې ورځنى جشن چيلم جوسټ نمانځي .

د چيلم جوسټ د جشن دپاره د کيلاش خلک ځانګړې تيارۍ کوي، خپلې مخصوصې نوې جامې، پيزار اؤ کالي اچوي اؤ نر اؤ ښځې يو ځايې يوې لويې ميدانۍ ته ټوليږي .

تر دريوؤ ورځو د سحر نه ماښام پورې کيلاش د ډولونو مخې ته نڅاګانې کوي اؤ د خوښۍ سندرې وايي.