واشنګټن – د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جون په دریمه نېټه د امریکا په مېرېلېنډ ایالت کې د خپل مشر ورور قیوم کرزي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
۷۷ کلن قیوم کرزی چې په خپله هم د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ولسمشرۍ نوماند پاتې شوی، د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د امریکا په مېرېلېنډ ایالت کې وفات شوی.
که څه هم ځینو خلکو تل په ولسمشر کرزي باندې له طالبانو سره د اړیکو درلودلو او هغوی ته د ورور په خطاب کولو باندې نیوکې کولې خو د راپورونو له مخې تر اوسه هېڅ کوم طالب چارواکي د هغه په مړینه باندې غمرازي نه ده ښودلې.
حامد کرزی د خپل ځان د درملنې لپاره جرمني ته تللی و چې ناڅاپي ورته د خپل ورور د مرګ خبر ورسېد او دی یې په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته راغی.
دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته امریکا ته راځي خو دا ځل په کوم رسمي سفر نه بلکه د خپلې کورنۍ د غم او ویر په ټغر د راټولېدو لپاره په شخصي سفر راغلی.
د ښاغلي کرزي د سفر په اړه افغان خبریال بلال سروري په اېکس یا پخواني ټوېټر لیکلي، "امریکا ته د ښاغلي کرزي ټول پخواني سفرونو خورا زیات سیاسي ارزښت درلود خو دا سفر ښيي چې د افغانستان په اړه حالات څومره بدل شوي چې داسې یوه وتلې او نامتو کورنۍ هم غوره ګڼي چې خپل مړي په بهر کې خښ کړي."
Former Afghan president Hamid Karzai is attending the funeral of his elder brother, Qayum Karzai, in the.This is the first time that President Karzai is visiting the US since the collapse of the former Republic. He visits the US after a long time, this time for a deeply… pic.twitter.com/FGH1dDSfMn
— BILAL SARWARY (@bsarwary) June 3, 2024
د قیوم کرزي د جنازې له مراسمو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ښاغلي کرزي د کورنۍ د ګڼو غړو ترڅنګ د پخواني جمهوري دورو ګڼو لوړ پوړو چارواکو او عامو افغانانو ګډون کړی وو او په ټولنیزو رسنیو باندې هم ګڼو مشرانو د هغه په مړینه باندې غمرازي ښکاره کړې او هغه یې د کندهار یو هوښیار او ولسي مشر بللی.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست او د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې د هغه کورنۍ ته د صبر غوښتنه کړې.
انا لله و انا الیه راجعونپخواني جمهور رئیس حامد کرزي صیب د خپل ورور، قیوم کرزي د جنازې په مراسمو او تدفین کې برخه واخستله. خدای دې قیوم کرزی وبښي. کورنۍ او دوستانو ته یې صیر جمیل غواړم. pic.twitter.com/dCO6hyijsk
— Shahmahmood Miakhel (@S_MIAKHEL) June 3, 2024
د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدايي، د ښاغلي کرزي د ورور قیوم کرزي د جنازې په اړه په اېکس لیکلي،
"د یو هېواد ولسمشر هم د خپل ورور مړی په بل هېواد کې دفن کوي. د افغانستان اصلی کېسه همدا ده."
بدمرغه جګړې او استبداد مو افغانان هم مهاجر کړل، هم بې کوره کړل، هم یې بې تعلیمه کړل، هم منزوي او هم فقیر کړل. د یوه هېواد ولسمشر هم د خپل ورور مړی په بل هېواد کې دفن کوي. د افغانستان اصلي کېسه همداده!افغانان هیڅکله خپلو کې نه سیاسي رقابتونه کوي او نه یې د سیاسي رقابتونو چل زده… pic.twitter.com/DpQw3SjUK7
— Mohammad Halim Fidai🇦🇫 (@Mhalimfidai) June 4, 2024
د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفندریا ولي خان د ولسمشر کرزي د ورور قیوم کرزي په مړینه خپګان څرګند کړی او د کرزي کورنۍ ته یې د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ هغه ته د بخښنې غوښتنه کړې.
د افغانستان پخواني رئيس جمهور حامد کرزي د ورور او وتلي سياستمدار قيوم کرزي په مړينه د رهبر تحریک اسفنديار ولي خان د غم څرګندونه@AsfandyarKWali @KarzaiH pic.twitter.com/oYoidx6a9D
— Awami National Party (@ANPMarkaz) June 4, 2024
ولسمشر کرزي تر دې مخکې خپل وژل شوی کشر ورور احمد ولي خان کرزی د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۱۳ نېټه د کندهار په کرز کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارلی و.
وسلوالو طالبانو هغه وخت په یو خپور کړي بیان کې د احمد ولي کرزي د وژلو پړه منلې وه او دا یې خپله یوه لویه لاسته راوړنه بللې وه.
ولسمشر کرزي د احمد ولي خان د جنازې په مراسمو کې ویلي، "د خپل ورور احمد ولي کرزي وژل کېدل هم لکه د نورو افغانانو د وژل کېدو په څېر دردونکی دی. خو پر دې سربېره چې طالبانو زما ورور وواژه، یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم، چې راشي او د سولې له بهیر سره یوځای شي."
له هغې وروسته د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۳۰ مه نېټه د ولسمشر کرزي د تره ځوی او قومي مشر حشمت خلیل کرزی چې په کندهار کې پرې په خپل کور کې د اختر مبارکۍ پر مهال ځان مرګی برید وشو هم په کندهار کې خاورو ته سپارل شوی و.