د کرکټ نړیوال شل اوریزه کپ کې سویلي افریقه بنګلادیش ته ماتې ورکړه

د کرکټ شل آووره نړېوال کپ لوبو کې د ګل/دوشنبې به ورځ د جنوبي افریقې او بنګلادېش لوبډلو مقابله وکړه چې په نتیجه کې جنوبي افریقې وکړی شول بنګلادېش ته څلورو (۴) رنزونو په توپیر ماته ورکړه.

د نیویارک په کوینز علاقه کې د ناساو کاونټي په انټرنشنل کرکټ سټډیم کې شوې لوبه کې سویلي افریقه د ټاس ګټلو نه پس خبله د بېټېنګ فیصله اوکړه او یو وار بیا په ۲۳ رنزونو ددوې څلور لوبغاړي په پینځم اوور کې اووټ شو. ورستو هېنري کلاسن په ۴۶ او ډیوډ مېلر پ د سویلي افریقه مجموعي سکور تر ۱۱۳ ورسوو او ۶ لوبغاړي يي اووټ شو.د بنګلادیش لخوا تنظیم حسن درې او تسکین دوه وېکټې واخستې.

د ۱۱۴ رنزونو هدف په ځواب د بنګلادیش څلور وکټې په ۵۰ رنزونو وغورزیدې خو ورستو مېډل ارډر کې توحیدهیروډايۍ ۳۷ او سینیر لوبغاړي محمد محمدالله رنز په کولو ښکاره لوبغاړي وو. د بنګلادیش ډلې ۱۰۹ رنز جوړولو کې کامیابه شو او په څلور رنز د ماتې سره مخ شو.

سبا به په ګروپ ای کې پاکستان او د کنېډا ترمینځ سیالي وي.کنېډا په یو سیالۍ ګټلو ګروپ کې په دریم لمبر دی خو پاکستان تراوسه کوم سیالي نه ده ګټلې. په ګروپ بي کې سکاټ لینډ او اسټریلیا او په ګروپ سي کې افغانستان او ویسټ انډیز د سر ډلې دي.په ګروپ ډي کې سویلي افریقه او بنګلادیش تر ټولو وړاندې دي.